امریکايي خپله لور او د هغې شپږ ماشومان وژلي

Image caption قاتل ډان چارلز سپیریټ ۵۱ کلن دی، چې تر ځان وژلو مخکې پولیس ور رسېدلی، خو د پولیسو خبرو هېڅ نتیجه نه ده ورکړې.

د امریکا فلوریډا ایالت کې یوه سړي خپله لور او شپږ لمسیان په ډزو وژلي دي.

قاتل وروسته خپل ځان هم وژلی دی.

پېښه د فلوریډا ایالت په بېل ښار کې شوې ده.

دغې پېښې د هغه قانون په اړه بحثونه راپورته کړي، چې له مخې یې ولسي خلکو ته د وسلو لرلو جواز ورکړل شوی.

د سیمې پولیسو ویلي، د وژل شویو ماشومانو عمرونه د درو میاشتو او لسو کلونو ترمنځ دي، چې شپږ واړه د قاتل د وژل شوې لور ماشومان دي.

قاتل ډان چارلز سپیریټ ۵۱ کلن دی، چې تر ځان وژلو مخکې پولیس ور رسېدلی، خو د پولیسو خبرو هېڅ نتیجه نه ده ورکړې.

د پولیسو مشر ویلي: "دغه ښار دې پېښې اندېښمن کړی، دا یو کوچنی ښار دی، چې موږ ټول پکې د یوې کورنۍ په شان اوسېږو".

په دې ښار کې ټول ټال ۳۵۰ کسان اوسېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption سپیریټ په ۲۰۰۶ کال د وسلې لرلو په تور زنداني او د همدې کال فبرورۍ کې خوشی شوی و.

پولیسو د سپیریټ تر ځان وژنې وروسته د اوو نورو کسانو مړي منوندلي، چې ځینې یې د ساه ختلو په حالت کې وو.

سپیریټ په ۲۰۰۶ کال د وسلې لرلو په تور زنداني شوی و.

په واشنګټن کې د بي بي سي خبریال ټام اسلیمونټ وايي، په وروستیو کلونو کې د امریکا په ځینو ښوونځیو، پوهنتونونو، پوځي بنسټونو، د خرڅلاو مرکزونو او کورونو کې په وسلو د وژنو پېښې ډېرې شوې.

څو ورځې وړاندې هم یوه امریکايي پلار خپل پنځه ماشومان تر وژل کېدا وروسته په بل ایالت کې غورځولي وو.

د وژل شویو ماشومانو عمرونه د یوه او اتو کلونو ترمنځ ښودل شوي.

ورته مطالب