کانګرس د سوري مخالفانو د ملاتړ پلان تایید کړ

اوباما د انځور حقوق Getty
Image caption اوباما دا څرګندونې څو دقیقې وروسته تر هغه کړې، چې کانګرس د ده دا پلان تایید کړ.

د امریکا کانګرس د ولسمشر اوباما د هغه پلان ملاتړ کړی، چې "منځلارو" سوري مخالفانو ته دې وسلې ورکړل شي.

نوموړي ويلي، دا ددې څرګندويي کوي، چې امریکا د "اسلامي دولت" پرضد یوموټی شوې ده.

اوباما وویل، د کانګرس جمهوریت غوښتونکو او دیموکراتانو د "منځلارو" سوري مخالفو وسله والو روزنه او وسلې ورکول تایید کړي دي.

اوباما دا څرګندونې څو دقیقې وروسته تر هغه کړې، چې کانګرس د ده دا پلان تایید کړ.

ددغه پلان له مخې، بارک اوباما د هغو سوري مخالفانو لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالرو مرستې ورکولو غوښتنه هم کړې، چې وړاندې د "اسلامي دولت" د جنګیالیو پروړاندې په جګړه کې پاتې راغلي.

د سوري حکومت دغه مخالفان وايي، د "اسلامي دولت" د څپې مخه یې څه ونه شوای نیولی، چې وسلې او لازم پوځي وسایل یې نه لرل.

د امریکا دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی، چې واشنګټن د "اسلامي دولت" ډلې پرضد د نړیوال ایتلاف جوړولو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي. د "اسلامي دولت" جنګیالي د عراق او سوریې پر مهمو او ګڼو سیمو واکمن دي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو د لویو درستیزانو د جرګګۍ مشر جنرال مارټن ډیمپسي ویلي، د "اسلامي دولت" پرضد عملیات به تر درو میاشتو پورې پیل نه شي.

نوموړي دا هم ویلي، تر ټولو ګرانه پرېکړه دا ده چې ددغې ډلې پروړاندې کوم ځواکونه باید په عملیاتو کې برخه واخلي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سوري مخالفان له اسلامي دولت او د سوري نظام د ځواکونو پرضد جنګېږي.

خو امریکايي ولسمشر ټینګار کړی، که څه هم جنرال ډیمپسي د اړتیا په وخت کې عراق ته د پوځيانو د استولو غوښتنه کړې، چې عراق ته به امریکايي پوځيان وانه ستوي.

د کانګرس ځینو استازو شک ښودلی، چې ګني "منځلاري" سوري مخالفان به د "اسلامي دولت" د جنګیالیو پروړاندې ټینګ نه شي.

دوی دا وېره هم ښوولې، چې شاید د "اسلامي دولت" جنګیالیو ته تر درو میاشتو پورې ډېرې وسلې ورسېږي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وړانډې ویلي وو، له عراقي حکومت سره د "جهادي ډلو "پروړاندې د هوايي ځواکونو د ملاتړو ځواکونو غوښتنه یې منلې ده، خو په سوریه کې نه.

ورته مطالب