عراق کې تښتول شوي ترکان خوشي شول

احمد داود اوغلو د انځور حقوق BBC World Service
Image caption داود اوغلو وايي، خوشي شوي ترکان د ترکیې سوېلي سانلي اورفېه ښار ته لېږدول شوي.

د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو ویلي، هغه ۴۹ ترکان خوشي شوي او خپل هېواد ته روغ رمټ رسېدلي، چې "اسلامي دولت" په عراق کې تښتولي وو.

دغه کسان په تېر جون کې د عراق شمالي موصل ښار کې تښتول شوي وو.

پر موصل ښار د "اسلامي دولت" جنګیالي واکمن دي.

داود اوغلو دا هم ویلي، ترکي څارګر سازمان دغه ترکان بېرته هېواد ته ستانه کړي دي.

په تښتول شویو کې ترکي دیپلوماتان، پوځيان او ماشومان هم وو، چې په تېر جون کې موصل کې د ترکیې له کونسلګرۍ تښتول شوي وو.

دوی پر موصل ښار د "اسلامي دولت" تر واکمنېدا وروسته تښتول شوي وو.

داود اوغلو وايي، خوشي شوي ترکان د ترکیې سوېلي سانلي اورفېه ښار ته لېږدول شوي.

ده ویلي، چې د خوشي شویو ترکانو هرکلي ته به د اذربایجان سفر لنډ کړي.

نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د شنبې ورځې ګهیځ پنځه بجې په عراق کې زموږ تښتول شوي هېوادوال خپل هېواد ته راستانه شول. د دوی له کورنیو ډېره مننه کوم چې له زغم او صبر یې کار واخیست."

داود اوغلو له ترکي استخباراتو د خپلو هېوادوالو په خوشي کولو کې له همکارۍ مننه وکړه.

وړاندې، ترکیه د "اسلامي دولت" ډلې پروړاندې له نړیوال ایتلاف سره په همکاري کولو کې پښه نیولې وه، ځکه چې د خپلو تښتول شویو هېوادوالو د برخلیک لپاره یې ګام نه شوای اخیستی.

پر همدې مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي، د "داعش" پروړاندې جوړ شوی ایتلاف یوازې پوځي بڼه نه لري، چې ایران هم ددغه ایتلاف فعالیتونو کې برخه اخیستی شي.

په تېرو څو ورځو کې تهران او واشنګټن د "اسلامي دولت" (پخواني داعش) پر وړاندې مبارزه کې د همکارۍ په اړه بېلابېلې څرګندونې لرلې.

امریکا وايي، که څه هم ایران د "داعش" پرضد مبارزې او ایتلاف ته نه دی بلل شوی، خو همکاري کولی شي.

جان کیري ویلي: "د ایران په ګډون د نړۍ کابو ټول هېوادونه د داعش پروړاندې مبارزه کې ونډه لرلی شي."

ښاغلي کیري چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې مشري کوله، ناستې ته وویل، د یوه مذهبي خوځښت په جامه کې باید سخت دریځې ډلې ته اجازه ورنه کړل شي.

داود اوغلو ویلي وو: "موږ په پوځي ایتلاف کې د ګام اخیستو د خپلو ۴۹ هېوادوالو د برخلیک په اړه زړه-نازړه یو."

ورته مطالب