د (آی ایس آی) نوی مشر ټاکل شوی

Image caption ډګر جنرال اختر تر دې وړاندې د سند ایالت د نیمه پوځي دستې د مشر په توګه دنده تر سره کړې ده.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د دغه هېواد تر ټولو مهمې استخباراتي ادارې اینټر سرویسز اینټلی جینس (آی ایس آی) ته ډګر جنرال رضوان اختر د مشر په توګه ټاکلی دی.

ښاغلی اختر به د اکتوبر پر پنځمه د آی ایس آی د اوسني مشر جنرال ظهیر الاسلام عباسي له تقاعد وروسته خپله دنده پیلوي.

رضوان اختر تېره اوونۍ د سند د نیمه پوځي دستې د مشر څوکۍ پرېښې وه او د دوشنبې پر ورځ د تورن جنرال له رتبې نه د ډګر جنرال رتبې ته ترفیع ورکړل شوه.

ډګر جنرال رضوان اختر د سند ایالت د نیمه پوځي دستې د مشر په توګه په کراچۍ کې د ترهګرو او نورو جنایتکاره ډلو پر ضد عملیات کړې دي.

په پوځ کې دی د یو غیر سیاسي او بې پرې افسر په توګه پېژندل کېږي او تر اوسه یې بېلا بېلې پېچلې دندې تر سره کړې دي.

د پوځ د مشر له څوکۍ وروسته د آی ایس آی د مشر دنده پاکستان کې تر ټولو مهمه څوکۍ ده.

ورته مطالب