امریکا د امنیتي تړون ژر لاسلیکېدو هیله لري

د انځور حقوق AFP

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري هيله ښودلې، چې د امريکا د متحده ايالتونو اوافغانستان ترمنځ امنيتي تړون او د افغانستان اوناټو ترمنځ د ملگر تيا تړون يا سوفا ډېر ژر لاسليک شي چې د افغانستان او ملگرو ترمنځ يې ستراتيژيکه ملگرتيا لا ټينگه کړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير او د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د افغانستان انتخاب شوي ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي او د هغه سيال ډاکتر عبدالله عبدالله ته د ملي يووالي حکومت د جوړېدو په موخه د شوې موافقې له کبله مبارکي ويلې ده. پرون د ملي يووالي حکومت پر جوړېدو د جنجالي هوکړې له لاسليک څخه څو ساعته وروسته د ټاکنو کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني ښاغلى غني د افغانستان د نوي ولسمشر په توگه اعلان کړ. په دې سره د ولسمشرۍ ټاکنو شپږ مياشتنى جنجال پاى ته ورسيد. د ملگروملتونو سرمنشي بانکي مون په دې اړه خپرې شوې وينا کې ويلي دي، د ملي يووالي د حکومت د جوړېدو په برخه کې د نوماندانوترمنځ شوې هوکړه او د ټاکنو کمېسيون له لوري د انتخابي ولسمشر اعلان د يوه باثباته او ښيرازه افغانستان لپاره لار هواروي. ښاغلي بانکي مون وويل، نوى دولت به له جدي ننگونو سره مخامخ وي او له اشرف غني احمدزي، عبدالله عبدالله اوټولو ښکيلو سياسي لوبغاړو څخه يې وغوښتل چې په چټکۍ سره د ملي يووالي حکومت جوړ کړي. د ملگرو ملتونو سرمنشي دا ډاډ هم ورکړى، چې نړيواله ټولنه به د افغانستان له نوي دولت سره له نژدې کار وکړي او له افغانانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د ټاکنو د پايلو د اعلان او د ملي يووالي د حکومت پر جوړېدو د امريکا د بهرنيو چارو وزير په وينا کې افغان ولس ته هم مبارکي ويل شوې ده چې د وسلوالو طالبانو له گواښونو سره سره د اپريل په پنځمه او د جون په څوارلسمه د رايو صندقونو ته لاړل او د يوه ښېرازه افغانستان لپاره يې خپله رايه وکاروله. په اعلاميه کې ټينگار شوى، د ملي يووالي دولت چې د ميليونو افغانانو له رايو څخه مشروعيت اخلي بايد د بدلون لپاره د افغان ولس ارادې ته درناوى وکړي او داسې بدلونونه راولي چې د خلکو ژوند بدل کړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير هيله ښودلې، چې د امريکا د متحده ايالتونو اوافغانستان ترمنځ امنيتي تړون او د افغانستان اوناټو ترمنځ د ملگر تيا تړون يا سوفا ډېر ژر لاسليک شي چې د افغانستان او ملگرو ترمنځ يې ستراتيژيکه ملگرتيا لا ټينگه کړي.

حامدکرزي له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک نه کړ خو اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړو له امريکا سره د تړون د لاسليک کولو ژمنه کړې ده. دغه تړونونه به يو شميرامريکايي او ناټو ځواکونو ته قانوني چوکاټ برابر کړي چې افغانستان کې پاتې شي او د افغان پوځ د روزنې اومشورې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ورته مطالب