'د "اسلامي دولت" ضد جګړه څو کلونه وخت غواړي'

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلي اوباما وویل دی به د دغو سخت دریځو د ماتولو لپاره څه چې ضرور دی وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د هغې ډلې چې ځان "اسلامي دولت" بولي پر جنګیالیو د عربي هېوادنو هوايي بریدونه وستایل او ویې ویل: "دا یوازې د امریکا جګړه نه ده".

نوموړي دغه څرګندونې د اسلامي دولت پر ډلې د امریکا او پنځو عربي متحدینو له لومړنیو هوايي بریدونو څو ساعته وروسته وکړې.

فعالین وایي په بریدونو کې لږ تر لږه د اسلامي دولت ډلې ۷۰ جنګیالي او د القاعده ډلې سره تړلي ۵۰ نور اورپکي وژل شوي دي.

سوري چارواکي وايي چې دوی ته د دغو بریدونو په اړه له وړاندې خبر ورکړل شوی و خو د امریکا حکومت دا خبره رد کړې ده.

ښاغلي اوباما وویل چې په بریدونو کې سعودي عربستان، عربي متحده امارات، اردن، بحرین او قطر برخه اخیستی ده.

نوموړي وویل: "امریکا ویاړ لري چې اوږه په اوږه له دغو هېوادنو سره ولاړه ده".

مرکز په نښه شوی

اسلامي دولت ډلې د سوریې او عراق پراخې سیمې نیولې دي او امریکا په عراق کې پر دغې ډلې له اګست راهیسې نږدې ۲۰۰ هوایي بریدونه کړې دي.

خو دا په سوریه کې پر اسلامي دولت ډلې د امریکا لومړني هوايي بریدونه دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د امریکا پوځ وايي چې د اسلامي دولت ډلې پر جنګیالیو یې ټولټال ۱۴ هوايي بریدونه کړي دي.

بریدونو کې د دغې ډلې د شمال ختیځې سوریې د رقې سیمې اصلي مرکز په نښه شوی دی.

په ګڼو نورو سیمو کې د اسلامي دولت ډلې پر روزنیزو ودانیو، ګاډو او د زېرمو پر ځایونو هم بریدونه شوي دي.

ښاغلي اوباما وویل چې بریدونو کې القاعدې سره تړلي جنګیالي چې د خراسان ډلې په نامه یادېږي هم په نښه شوي دي.

نوموړي وویل: "موږ به د ترهګرو پټنځایونه چې زموږ خلک ګواښي و نه زغمو".

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هغه خبرداری ورکړ چې د اسلامي دولت ډلې پر ضد عملیات وخت ته اړتیا لري خو دا چې دی به د دغو سخت دریځو د ماتولو لپاره څه چې ضرور دي وکړي.

د سوریې ولسمشر بشار الاسد وویل دی په سوریه کې د "ترهګرۍ" سره د مبارزې د هر ډول نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي د عراق د لومړي وزیر حیدر العبادي سره په دمشق کې تر لیدو وروسته وویل:

"سوریه به د ترهګرۍ پر ضد له کلونو روانې خپلې جګړې ته ادامه ورکړي".

ورته مطالب