د هند یوه ژوبڼ کې پړانګ زده کونکی وژلی

Image caption د تلوېزیون په انځورونو کې ښودل کېږي چې دغه هلک د یوه دېوال تر شا پروت او پړانګ یې څنګ ته ولاړ دی.

هندي چارواکي او عیني شاهدان وايي چې د ډیلي په یوه ژوبڼ کې یوه سپین پړانګ د ښوونځي پر یوه زده کونکی برید کړی او دی یې وژلی دی.

د ژوبڼ مدیر ریاض خان وویل: "داسې ښکاري چې دغه زلمی له کټارې اووښتی او د پړانګ محوطې ته ننوتی و".

د تلوېزیون په انځورونو کې ښودل کېږي چې دغه هلک د یوه دېوال تر شا پروت او پړانګ یې څنګ ته ولاړ دی.

یوه عیني شاهد هېمانشو وویل زلمي پر کټارو ډډه کړې وه چې د پړانګ محوطې ته ور ولوېد.

هېمانشو د سي این این-آی بي این خبري تلوېزیون ته وویل:

"د غرمې شاوخوا یوه نیمه بجه وه، موږ د ژوبڼ د سترو ژوو په سیمه کې وو چې په جګ غږ مو چیغې واورېدې".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د هلک مړی د پلټنو لپاره عدلي طب ته لېږل شوی.

"ما د پړانګ محوطې ته منډه کړه او و مې لیدل چې یوه سپین پړانګ یو هلک له ستوني نیولی او هلک د درد له کبله خپل ځان رانغاړلی و".

"ځینې ماشومانو پر پړانګ د کوچنیو لښتو او تیږو ګوازرونه کول".

نوموړي زیاته کړه: "هلک تر لسو-پنځلسو دقیقو پورې کړېده خو هېچا یې مرسته و نه کړه".

هېمانشو وویل "پولیس ډېر ژر را ورسېدل" خو دی یې و نه شو ژغورلی.

هند کې د سپینو پړانګانو شمېر کم دی. په دې هېواد کې په عمومي ډول نارنجي بنګالي پړانګان ډېر دي.

سپین پړانګان له ګواښ سره مخامخ بلل شوې او په سوېل او ختیځې اسیا په ځانګړې ډول هند کې ډېر موندل کېږي.

ورته مطالب