چین د اویغور مسلمان فعال په عمري بند محکوم کړ

الهام توهتي د انځور حقوق AP
Image caption الهام توهتي د پوهنتون استاد دی، او د اویغور مسلمانې لږکۍ ټولنې غړی دی.

په چین کې یوې محکمې د مسلمان مېشتې اویغور د پوهنې یو کارپوه الهام توهتي په عمري بند محکوم کړی دی.

پر الهام توهتي بېلتون غوښتنې ته د خلکو د هڅولو تور لګول شوی.

د نوموړي وکیل وايي، محکمې اوس پرېکړه کړې ده، چې ښاغلی توهتي به د عمري بند سزا تېروي.

الهام توهتي د پوهنتون استاد دی، او د اویغور مسلمانې لږکۍ ټولنې غړی دی.

خبریالان وايي، چین د بېلتون غوښتونکو پر وړاندې له وحشته کار اخلي.

په همدې لړ کې د چین په سینکیانګ ایالت کې تاوتریخوالی ډېر شوی، چې تېره ورځ پکې چاودنه هم شوې وه.

د بښنې نړیوال سازمان دغه محاکمه "وېروونکې" بللې وه.

وړاندې، توهتي پرې لګول شوي تورونه رد کړي وو.

نوموړی له تېرې جنورۍ راهیسې بندي دی.

د انځور حقوق AP
Image caption د توهتي مېرمن غزال نور هم ویلي، چې د مېړه روغتیا یې له خطر سره مخامخ شوې ده.
د انځور حقوق AFP
Image caption د الهام لور جوهر توهتي د خپل پلار محاکمه بې عدالتي بولي.

اروپايي ټولنې، امریکا او ملګرو ملتونو د هغه د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

د ارومچي یوې محکمې تېره اونۍ د توهتي محاکمه پیل کړې وه.

د هغه وکیل لي پنګپینګ بي بي سي ته وویل، د موکل لپاره به د استیناف غوښتنه وکړي:

"هغه راته وویل چې محاکمه هېڅ مانا نه ورته لري، هغه نه په غوسه ښکاري او نه هم غچ اخیستونکی. که هغه په زندان کې وي او یا ازاد، هغه به د ایغوریانو او هان چینایانو ترمنځ د جوړجاړي خبرو لپاره دوام ورکوي."

محکمې دا امر هم کړی، چې د توهتي ټولې پیسې او شتمني باید کنګل کړای شي.

ورته مطالب