واشنګټن سوریه کې پر "اسلامي دولت" بمبار کړی

د انځور حقوق .
Image caption وړاندې، اوباما د 'اسلامي دولت' د ختمولو ګواښ کړی و.

د امریکا دفاع وزارت پنتاګان ویلي، د ملګرو هېوادونو او عربي هېوادونو په همکارۍ یې په سوریه کې د "اسلامي دولت" پرضد بمبارۍ پیل کړې دي.

د پنتاګان ویاند، جان کربي ویلي: "بریدونه دوام لري، خو اوس په داسې وضعیت کې نه یو، چې په اړه یې نور مالومات شریک کړو."

نوموړی وایي، په دغو بریدونو کې له جنګي بېړیو د توهاموک توغندیو پر توغولو سربېره، له جنګي الوتکو هم بمبارۍ شوې او د "اسلامي دولت" پر جنګیالیو بمونه غورځول شوي.

یوه امریکايي چارواکي ویلي "په سوریه کې پر "اسلامي دولت" په دغو بریدونو کې سعودي عربستان، اماراتو، اردن او بحرین هم ګډون کړی و."

دغه هوايي بریدونه د امریکايي ولسمشر د هغه امر عملي کېدل ګڼل شوي، چې ویلي یې وو "په عراق او سوریه کې ډ اسلامي دولت ډله له منځه یوسئ."

رویټرز خبري اژانس ته یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښولو په شرط ویلي، په دغو بریدونو کې امریکا او مرستندویو هېوادونو د "اسلامي دولت" ډلې نژدې ۲۰ هدفونه په نښه کړي.

په نښه شوو ځایونو کې د "اسلامي دولت" لوژستیکي او د سونتوکو او وسلو زېرمې او پوځي روزنځایونه په نښه شوې.

دوی وايي، د دغې ډلې د مشرانو د اوسېدو ځایونه هم بمبار شوي.

وړاندې، د امریکا متحدو ایالتونو په عراق کې هم د دغې ډلې ځینې هدفونه ویشتلي وو، خو ویلي یې وو، که اړتیا وي، په سوریه کې به یې هم پرې نه ږدي.

په واشنګټن کې د بي بي سي خبریال پاول بلیک وايي، د سې شنبې په ورځ وختي د امریکا د مرکزي قوماندې مشر په سوریه کې بمباري تایید کړې وه.

امریکا له تېر اګست راهیسې په عراق کې ۱۹۰ هوايي بریدونه کړي دي.

امریکايي ولسمشر بارک اوباما د روانې میاشتې په لومړیو کې د اسلامي دولت پروړاندې د خپلې تګلارې ډاګیزه کولو په تړاو ویلي وو "هر هغه لوری چې امریکا ته ګواښ وي، هېڅ خوندي ځای به ونه مومي، ان که په سوریه کې هم وي."

"اسلامي دولت" ډله دا مهال د سوریې او عراق ترمنځ پر ګڼو سیمو واکمنه ده، چې په عراق کې یې ګڼ سرتېري، مرستندویان او خبریالان وژلي، خو

رپوټونه وايي، چې د "ایزیدي" لږکیو لپاره یې ځکه سور اور ګرځولې ده.

دا په سوریه کې د "اسلامي دولت" پروړاندې لومړي هوايي بریدونه دي.

"د رقې بمبار "

د خواله په رسنیو کې ځینې داسې ناتایید شوي رپوټونه خپاره شوي، چې ګني د اسلامي دولت ټینګ مرکز "رقه" ښار په نښه شوی دي.

د انځور حقوق
Image caption 'اسلامي دولت' ډله د سوریې او عراق ترمنځ پر پراخو سیمو واکمنه ده.

"اسلامي دولت" دغه ښار په ۲۰۱۳ کال کې ونیو.

دغه رپوټونه وايي، په نښه شویو ځایونو کې د ښاروالۍ د یوه ساتونکي کور او یو روغتون په نښه شوی.

په واشنګټن کې د بي بي سي خبریاله باربرا پلیټ – اوشر وايي، د "اسلامي دولت" پروړاندې په عراق کې هوايي بریدونه په سوریه کې د دغې ډلې

پرضد له بریدونو سره توپیر لري.

لومړي بریدونه د عراقي حکومت په غوښتنې او موافقې وشول، خو د تازه بریدونو په اړه بیا د سوریې حکومت هېڅ وړاندیز نه و کړی.

ورته مطالب