که غواړئ چاغ نه شئ، تلوېزیون لیدل کم کړئ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د روغتیا څانګې کارپوهان وايي تیار خواړه او تلوېزیون لیدل باید محدود کړای شي.

د چاغښت د مخنیوي په تړاو په یوه سپارښتنه کې ویل شوې دي چې ځوانان او ماشومان باید اوونۍ کې یو څو ورځې هېڅ تلوېزیون و نه ګوري یا یې لیدل ورځ کې دوو ساعتونو ته محدود کړي.

د بریتانیا د روغتیا ملي اداره دا سپارښتنه هم کوي چې خلک دې له بوره لرونکي څښاک او تیارو خوړو نه ډډه وکړي.

د ۲۰۰۶ کال را وروسته د دې لومړۍ مسودې موخه دا ده چې خلک خپل وزن تر کنترول لاندې وساتي.

بریتانیا کې په تېرو لسو کلونو کې د چاغښت کچه دوه برابره شوې ده.

پروفیسور مایک کیلي د بریتانیا د روغتیا د ملي ادراې مشر وویل یوازې چاغو خلکو ته نه بلکې ټولو ته مهمه ده چې صحي خواړه غوره کړي او له فزیکي پلوه فعال و اوسي.

نوموړي وویل: "عمومي قاعده دا ده چې له خوړو او څښاک لاسته راغلې انرژي باید له هغې انرژۍ ډېره نه وي چې موږ یې د ورځنیو فعالیتونو په پایله کې له لاسه ورکوو".

"موږ ټول پوهېږو چې د لفټ پر ځای باید له زینو کار واخلو، تلوېزون لیدل کم کړو، صحي خواړه وخورو او شراب کم وڅښو".

"خو د خپل وزن په تړاو تر ټولو غوره بدلونونو په اړه پرېکړه کول ښايي ګران کار وي".

ورک نسل

په لارښود کې د وزن کنترولولو لپاره ځانګړې او د شواهدو پر بنسټ ګڼې سپارښتنې شوې دي.

د سپارښتنو مسوده په لاندې ډول ده:

  • ښوونځي یا د کار ځای ته پیاده تګ.
  • تلوېزیون لږ لیدل او داسې ستراتېژي غوره کول چې اوونۍ کې ځینې ورځې تلوېزویون هېڅ ونه لیدل شي یا یې لیدل ورځ کې دوو ساعتونو ته محدود کړای شي.
  • د سرو کړو خوړو، بسکټو، خوږو او پشپړ ډول غوړو پنیرو خوړل کمول.
  • صحي خواړه چې د سبو، میوو، لوبیا، میوو، غلو، کبانو او د زیتونو تیلو کچه په کې لوړه وي غوره کول.
  • له هغه څښاک ډډه کول چې بوره په کې کارول شوې وي لکه ګاز لرونکې پیپسي یا کوکا کولا او سپورتي څښاک.
  • تیارو خوړو لکه پیزا او برګر محدودول.د شرابو څښل محدودول ځکه شراب د کالورۍ لوړولو یوه سرچینه ده.

تېره میاشت د بریتانیې د روغتیا څانګې مشرانو په ماشومتوب کې د چاغښت د مخنیوي لپاره د یوې بېړنۍ کاري کمېټې د جوړولو غږ وکړ.

د بریتانیا د روغتیا د څانګې مشرې افسرې پروفیسور ډېم سالي ډېویس ته په یوه پرانیستي لیک کې دغو مشرانو ویلي:

"پوره یو نسل د غېر صحي خوړو او بوره لرونکي څښاک له کبله په وېجاړېدو دی".

او تېره اوونۍ د بریتانیې د روغتیا د ملي خدماتو مشر سایمن سټیونز وویل پر روغتیا یې اغېز ته په پام سره چاغښت "په نوې بڼه سګرټ څښل دي".

شمېرې ښیي يو پر څلورمه برخه ځوانان چې شمېر یې ۲۰ کاله مخکې ۱۵ سلنه و، او په هرو پنځو ښوونځي ته تلونکو ماشومانو کې یو یې، چاغ دي.

ورته مطالب