امریکا د چینايي عالم محاکمه غندلې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او سپینې ماڼۍ دواړو د توهتي محاکمه غندلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د چین د محکمې له خوا د اویغوري عالم الهام توهتي د عمري بند سزا سخت اندېښمن کړی.

جان کیري او سپینې ماڼۍ دواړو د توهتي د سم لاسي خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د چین په عدلي چارو کې د بهرنۍ لاسوهنې له کبله دغه وزارت خواشینی شوی دی.

الهام توهتي د تېرې سې شنبې په ورځ د چینايي محکمې له خوا وروسته تر هغه په عمري بند محکوم شو، چې د بېلتون غوښتنې د تبلیغاتو په تور بندي شوی و.

د توهتي ګڼ شاګردان هم په همدې تور نیول شوي دي.

الهام توهتي د اویغوري لږکیو مسلمانو د حقونو په اړه خبرې کړې.

نوموړی د چین په لوېدیځ سینکیانګ کې اوسېدلی دی.

هغه د بینجینګ او اویغوریانو ترمنځ د کړکېچ ختمولو په موخه د خبرو او سوله ییز حل غوښتونکی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د الهام لور جوهر توهتي د خپل پلار محاکمه بې عدالتي بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په یوه اعلامیه کې د بیجینګ له خوا د توهتي محاکمه له بشري حقونو او د اویغوري وګړو د حقونو تر پښو لاندې کول بللي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پوهنتون استاد الهام توهتي په تېره جنورۍ کې ونیول شو

نوموړي ویلي، چین غواړي په دا ډول محاکمې سره د اویغوري لږکیو د ازادۍ غږ دپ کړي.

سپینې ماڼۍ هم ویلي، د توهتي په څېر د مدني ټولنې مشران په چین کې د توکمیزې او مذهبي شخړې په کمولو کې "حیاتي رول" لري.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هان چونینګ ډیلي پرېس ته په خبرو کې ویلي "چینايي چارواکي له قوانینو سره سم عمل کوي، باید ووایم چین هغه هېواد دی چې د خپل قانون له مخې چلند کوي، او د چین عدلي چارواکو دغه قضیه قانوني ارګانونو ته سپارلې ده".

الهام توهتي په تېره جنورۍ کې پر بیجینګ تر نیوکې کولو وروسته ونیول شو.

د اویغور فعالان او مسلمان وګړي وايي، هان چینایان ورسره زورزیاتی کوي او د چین حکومت هم اویغوري لږکیو ته حقونه نه ورکوي.

د انځور حقوق c
Image caption الهام توهتي د چین په لوېدیځ سینکیانګ کې اوسېدلی دی.
د انځور حقوق AFP
Image caption د توهتي مېرمن غزال نور هم ویلي، چې د مېړه روغتیا یې له خطر سره مخامخ شوې ده.
د انځور حقوق AFP
Image caption د توهتي وکیل لي سنګپینګ وايي، محکمې اوس پرېکړه کړې ده، چې ښاغلی توهتي به د عمري بند سزا تېروي.

د چین د بشري حقونو فعالانو دا محاکمه د اعدام له سزا سره برابره بللې ده.

د بښنې نړیوال سازمان د الهام توهتي محاکمه د چین لپاره 'شرموونکی' عمل بللی.

ورته مطالب