عبدالله عبدالله اشرف غني ته د ولسمشرۍ مبارکي ورکړه

د انځور حقوق Reuters
Image caption عبدالله عبدالله اشرف غني ته د ولسمشرۍ مبارکي ورکړه

د افغان حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان ټاکنیزو ناندریو د حل یواځینی لاره د ملي یوالي د حکومت جوړونه وه.

عبدالله نن د لویې جرګې په خیمه کې خپلوملاتړو ته د وینا پر مهال د افغانستان ټاکل شوي ولسمشر اشرف غني احمدزي ته مبارکي وویله .

هغه د ټاکنو په بهیر کې د راټوکیدلی کړکیچ او د دغه بهیر د اوږدیدو له امله له خلکو بخښنه وغوشته.

هغه پخپله وینا کې دا هم وویل چې د ټاکنو په ټول بهیر کې هغه د خلکو د رایو ساتنه کړط او د هغو لپاره یې خپل غږ اوچت کړی و .

خو کله چې د ټاکنو پایلې پرته له دې چې سلنه یط مالومه شي اعلان شوې چې د دغو پایلو سره هم د هغه پلویانو مخالفت کاوه .

ښاغلي عبدالله د خپلو ملاتړو دغو اعتراضونو ته په اشارې سره وویل، چې دی او ټوله ډله یې په معاملو تورن نه کړي هغه وايي هغه په سړه سینه او پراخ زغم سره په هیواد کې د پیښیدونکي ناورین د مخنیوی لپاره دغه پریکړه کړې .

ښاغلي عبدالله وویل:" هر چا چې رایه ورکړې او یا یې نه ده ورکړې او هر نوماند ته یې چې رایه ورکړې خپل استازی د ملي یوالي حکومت کې لیدلی شي."

عبدالله عبدالله چې له ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته په لومړي ځل خبرې کولې هڅه یې وکړه د ټاکنیزو بحثونو نه تیر شي او ټینګار یې وکړ چې اوس دوه ټاکنیزې ډلې سره باید ګډ کار او ګډې هڅې وکړي .

د ټاکنو پایلې که هر څو ټاکنیزې اندېښنې پای ته ورسولې خو د خلکو ترمنځ دا اندیښنې هم شته چې کیدای شي دوه سیالۍ ډلې ونه شي کولی په ګډه سره کار وکړي همدې اندېښنو ته په اشارې سره ښاغلي عبدالله وویل، چې خلک باید د دوو ډلو د یو ځای کیدو له کبله اختلافاتو ته اندېښمن ونه وسي وايي دوی هوډمن دي چې دغه ډلې به د افغانانو د یوالي لپاره له ډیره زغمه کار واخلي.

عبدالله د دواړو ډلو په استازيتوب له خلکو سره ژمنه وکړه چې د ملي یوالي دولت د ملي بنسټونو پیاوړي کیدو، د قانون واکمني، اداري فساد سره مبازه، سراسري امنیت او د سولې ټینګښت ، بشري حقونو، د ښځو حقونو او له نورو هېوادنو سره د افغانستان د اړیکو پیاوړي کولو لپاره به هڅې وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنۍ د درغلیو د ادعاو له امله کړکیچنې شوې او په میاشتو میاشتو یې بهیر وځنډید.

خو د افغانستان د ټاکنو پایلې د سیاسي پریکړه لیک له لاسلیک نه وروسته د یکشنبې په ورځ د سنبلې به ۳۰ اعلان شوې.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون اشرف غني احمدزی ولسمشر او عبدالله عبدالله یې اجرايي رئیس اعلان کړ.

ورته مطالب