لوېدیځه افریقا کې ایبولا ۳۰۰۰ کسان وژلي

د انځور حقوق
Image caption ځینې څېړنې وايي، شاید تر راتلونکي نومبر پورې پر ایبولا د اخته کسانو شمېر تر ۲۰ زرو واوړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د لوېديځ افریقا هېوادونو کې د وژونکې ایبولا ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر درو زرو ته رسېدلی دی.

دغه سازمان وايي، یوازې په دوو ورځو کې لایبریا کې ایبولا تر یونیم سلو ډېر کسان وژلي، چې په دغه هېواد د دې ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۸۳۰ ته رسېدلی.

د دغه سازمان په وینا، شاید د ایبولا ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر د اعلان شوې شمېرې له کچې لوړ شوي.

د پیسو نړیوال وجهي صندوق د ایبولا له ناروغۍ له ځپل شویو لایبریا، ګینیا او سیرالیون سره د ۱۳۰ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان کړی.

د وروستیو شمېرو له مخې، په سیمه کې په دغې ناروغۍ تر ۶۵۰۰ ډېر کسان اخته شوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ایبولا ناروغي "نړیوال امنیت ته یو ستر ګواښ" بللی دی.

ځینې څېړنې وايي، شاید تر راتلونکي نومبر پورې پر ایبولا د اخته کسانو شمېر تر ۲۰ زرو واوړي.

د تېرې جمعې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان پخپل راپور کې ویلي، د لایبریا او ګینیا په دوو نویو سیمو کې هم په تېرو اوو ورځو کې د ایبولا ناروغۍ پېښې موندل شوې دي.

د راپور له مخې، د دغې ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو لپاره هم لوی خطر شته.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق EPA

په راپور کې ویل شي، پر ایبولا له ۳۷۰ اخته کسانو یې ۲۱۱ تر اوسه مړه شوي دي.

په دغو مړینو کې د روغتیا برخه کې کارکوونکي هم شامل دي.

په یادو هېوادونو کې – په تېره بیا لایبربیا کې- پر روغتونونو د ناروغانو وار نه کېږي.

د امریکا متحدو ایالتونو لایبریا ته د خپلو ۳۰۰۰ مرستندویو سرتېرو د استولو ژمنه کړې وه، چې د دغې ناروغۍ په مخنیوي کې د دغه هېواد له حکومت سره اوږه په اوږه فعالیت وکړي.

د انځور حقوق AFP

سیرالیون تېره اونۍ اعلان وکړ، چې تر درو ورځو کې عام خلک په عامه ځایونو کې ونه ګرځي؛ ځکه چې د دې ناروغۍ د لا نورې خپرېدا وېره شته.

په دې موده کې د خلکو د اوسېدو تر یو میلیون ډېر ځایونه وکتل شول، چې ګني پر ایبولا اخته کسان ترې جلا کړي، خو چارواکي وايي، تر اوسه یې په تازه پلټنو کې پر ایبولا ۱۳۰ نور کسان موندلي دي.

په سیرالیون کې هم په تېر مارچ ک د ګینیا په څېر د ایبولا ناروغۍ له کبله لږترلږه ۶۰۰ کسان مړه شوي وو.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AP

ورته مطالب