د جاپان اونتاکي غره کې اورشیندي ۳۰ کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption په ۲۰۰۷ کال هم د توکیو لوېدیځ کې ۲۰۰ کیلومتره لیرې په اونتاکي غره کې د اورشیندي پېښه رامنځ ته شوې وه.

په جاپان کې د اونتاکي غره څوکې ته څېرمه ژغورونکو ۳۰ مړي موندلي.

جاپان کې د ورځې له پیل سره سم، د شنبې په ورځ د اونتاکي نومي اور غورځونکي غره له ناڅاپي چاودنې وروسته مرستندویه چارې بیا پیل شوي دي.

فکر کېږي، چې دغه غره کې لسګونه غر غتونکي موجود وو.

د یوه ځايي چارواکي په وینا، یوې پوځي هلیکوپتر، چې په کښېناستو وتوانېده، درې کسان ژغورلي دي.

لږ تر لږه ۴۰ کسان ټپیان شوي دي، چې یو شمېر یې سخت ټپیان دي او دېرش نور کسان لا هم بې درکه دي. کرۍ شپه غره کې کوچنیو چاودنو دوام درلود او له دوو سوو ډېر کسان له دغه ځایه ووتل. یو شمېر کسان هوا کې د لوګو او ایرو له کبله په ساه اخیستو کې له ستونزو سره مخامخ وو.

رپوټونه وايي، د موندل شویو کسانو زړونو او د ساه ایستلو سیستم کار پرېښی دی.

دغه مړي وروسته تر هغه موندل شوي، چې نژدې ۲۵۰ کسان د اونتاکي غره څوکې ته څېرمه په سختو شرایطو کې په خوندي توګه ښکته راکوز شول.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption فکر کېږي، چې دغه غره کې لسګونه غر غتونکي موجود وو.
د انځور حقوق Reuters
Image caption د یوه ځايي چارواکي په وینا، یوې پوځي هلیکوپتر، چې په کښېناستو وتوانېده، درې کسان ژغورلي دي.

د اورشیندي څپې د تېرې شنبې په ورځ په ناڅاپي توګه له پلازمېنې توکیو نژدې ۲۰۰ کیلومتره لوېدیځ خوا ته پیل شوې، چې لویې تیږې او ګاټي یې هم راوښویول.

تر ډېره په اوړي کې سیلانیان د اورشیندي د غرونو د سیل او د شنو ورنو ښکلې منظرې کتلو ته ورځي.

که څه هم د ژغورنې چارې د یکشنبې په ورځ هم روانې دي، خو چارواکو ویلي، شاید د موندل شویو کسانو جسدونه مړه وبلل شي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، پوځي چورلکو اووه کسان هغه مهال وژغورل، چې د یکشنبې په ورځ د غره لوړې څوکې ته ختلي وو او له ځینو نورو سره یې هم په راکوزېدو کې همکاري وکړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ژغورونکو د غره له لمنې اوسېدونکي خوندي ځای ته لېږدولي

جاپان د نړۍ یو له هغو هېوادونو د، چې ډېرې زلزلې او د اورشیندي پېښې پکې رامنځ ته کېږي.

په ۱۹۹۱ کال هم ددغه هېواد په سوېل لوېدیځ د اونزین د غره پر سر د اورشیندي یوې څپې لږترلږه د ۴۳ کسانو ژوند واخیست.

په توکیو کې د بي بي سي خبریال رابرټ وینګفیلډ وايي، لا تر اوسه مالومه نه ده، چې ایا د اورشیندي نورې څپې به هم راشي او که څنګه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اورشیندي ته څېرمه سیمې لکه په اور سوځېدلې داسې ښکاري
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اونتاکي غره رنګینه فضا تر ډېره د سیلانیانو د جذب لامل کېږي

جاپان د اورشیندي پېښې له نژدې څاري، هرکله یې چې د راتلو نښې ولیدل شي، سیلانیانو ته د نه ورتګ سپارښتنه کوي، خو دا ځل دا کار ونه شو.

په ۲۰۰۷ کال هم د توکیو لوېدیځ کې ۲۰۰ کیلومتره لیرې په اونتاکي غره کې د اورشیندي پېښه رامنځ ته شوې وه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جاپان کې زلزلې او د اورشیندي ډېرې پېښې کېږي

ورته مطالب