نصرت جبهه: هوايي بریدونه د "اسلام پرضد جګړه" ده

د انځور حقوق AFP
Image caption حلب کې د نصرت جبهې ملاتړو د بمبارۍ ضد لاریون وکړ

د تېرې شنبې په ورځ "نصرت جبهې"، چې له القاعدې شبکې سره نژدې تړاو لري، د امریکا په مشرۍ په سوریه کې بمبارۍ وغندلې، او دا یې د "اسلام پرضد جګړه" وبلله.

دغې ډلې عربي او لوېديځو هېوادونو ته ګواښ وکړ، که چېرې بریدونو ته دوام ورکړي، "نصرت جبهه" به ارومرو غچ ترې اخلي.

د نصرت جبهې ویاند ابو فراس السوري د خواله پر رسنیو په خپاره کړي ویډیويي پیغام کې ویلي: "موږ په اوږده جګړه کې ښکېل یو، دا جګړه په میاشتو او یوه کال کې نه ختمېږي، بلکې څو کاله یا څو لسیزې شاید دوام وکړي. دغه جګړه د "نصرت جبهې" پروړاندې نه، بلکې د اسلام پرضد ده".

"نصرت جبهې" د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر جهادیانو غږ وکړ، چې د امریکا په مشرۍ د جوړ شوي ایتلاف د غړو هېوادونو پرضد راپورته شي او بریدونه پرې وکړي.

دا څرګندونې وروسته تر هغه شوې، چې امریکا په سوریه او عراق کې د "اسلامي دولت" پرضد هوايي بریدونه ډېر کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، امریکايي جنګي الوتکو د شنبې په ورځ د ترکیې پولې ته څېرمه د سوریې رقه ښار کې د "اسلامي دولت" اړوند ځایونه په نښه کړل.

کردي جنګیالي د ترکیې پولې ته نژدې د عین العرب ښار دفاع ته ملا تړلې ده، چې ترکان یې (کوباني ښار) بولي.

له دغه ښاره نژدې ۱۴۰ زره ولسي وګړي ترکیې ته کډوال شوي.

د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف، چې نژدې ۴۰ هېوادونه پکې یوځای شوي، د "اسلامي دولت" له منځه وړلو هوډ کړی.

"اسلامي دولت" د عراق پر پراخو شمال ختیځو او د سوریې په شمالي برخو واکمن دی.

دغې ډلې په وروستیو کې زړه بوږنوونکي اعمال ترسره کړل، په ډله ییز ډول یې خلک اعدام کړل، له بهرنیو وګړو یې سرونه غوڅ کړل او نامسلمان لږکي یې له سیمو وتلو ته اړ کړل.

که څه هم "اسلامي دولت" او "نصرت جبهه" ډلې یوشان دیني ایډيالوژیک سخت دریځ لري، خو پخپلو کې هم سره نښتي دي.

که څه هم امریکا د "نصرت جبهې" په نښه کولو خبره نه ده کړې، خو وايي د "خراسان جنګیالي" په نامه د یوې نوې پیدا شوې ډلې پرضد به هم بریدونه پیل کړي، چې ځینې کارپوهان یې د "نصرت جبهې" یوه برخه بولي.

د سوریې د سویې ازاد پوځ ویاند ویلي پر "اسلامي دولت" بمبار شوی، خو وايي، ازاد پوځ هر هغه برید غندي، چې ولسي وګړي پکې وژل کېږي.

په سوریه کې د "اسلامي دولت" پرضد امریکايي بریدونو کې ولسي وګړي هم وژل شوي، چې د خواله پر رسنیو یې انځورونه خپاره شوي.

د ازاد پوځ ویاند حسام المرعي له لوېدیځو هېوادونو د دمشق د حکومت پرضد د بریدونو غوښتنه کړې، او دا یې هم ویلي چې له دوی سره دې د وسلو همکاري وشي:

"غواړو سوریه له دیکتاتورۍ او ترهګرۍ پاکه شي، موږ له نړۍ ازاده همکاري غواړو، چې وکړای شو د واکمن نظام او اسلامي دولت پرضد جګړې ته دوام ورکړو، موږ په دوو جبهو کې جنګېږو. "

پر همدې مهال د بي بي سي خبریال پاول ووډ وايي، د تېرې شنبې په ورځ "اسلامي دولت" په عین العرب (کوباني) ښار برید کړی، چې ځینې کسان پکې وژل شوي.

بل خوا، د امریکا د پوځي قوماندې مرکز ویلي، کوباني سرحدي سیمې ته څېرمه یې د اسلامي دولت اړوند یوه ودانۍ او دوه موټر ویشتلي، دي.

د بریتانیا جنګي الوتکو وروسته تر هغه چې پارلمان یې د اسلامي دولت پرضد په عراق کې تېره ورځ د بریدونو غوښتنه تصویب کړه، هم په لومړي ځل د "اسلامي دولت" پرضد بمبارۍ کې ګډون کړی.

د انځور حقوق AFP
Image caption نصرت جبهه له القاعدې شبکې سره تړلې ډله ګڼل کېږي

د بریتانیا دفاع وزیر ویلي، "تورنیډ" الوتکو د وسله والو د ځای ځایګي مالومولو په چاره کې کډون کړی، خو پر هېڅ برید کوونکي او یا هدف یې بمبار نه دی کړی.

"خوندي ځای"

بل خوا، ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ وویل، ترکي ځواکونه شاید په سوریه کې د یوې خوندي سیمې په جوړېدو کې برخه واخلي، داسې سیمه چې د "اسلامي دولت" جنګیالیو د تښتېدونکو وګړو لپاره خوندي وي.

اردوغان دا څرګندونې له ترکي "حریت" ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې چې وايي: "هغه منطق چې ویل کېږي، ترکیه به په پوځي بریدونو کې برخه وانخلي، ناسم منطق دی".

دی زیاتوي "د بار د وېش پروخت به هر دولت ته یوه برخه ورکړل شي، ترکیه هم خپل رول لوبولو ته چمتو ده، خو یوازې هوايي بریدونه کافي نه دي".

ورته مطالب