"د هند او امریکا ملګرتیا به بې سارې وي"

د انځور حقوق pib
Image caption سپینې ماڼۍ ته د راتلو پر وخت بارک اوباما له نرېندرا مودي سره د هغه په مورنۍ ژبه ګجراتي کې روغبړ وکړ

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي او د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېر ماښام په سپینه ماڼۍ کې سره ولیدل.

په دغه رسمي ناسته کې ولسمشر اوباما او لومړي وزیر مودي د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي پراختیا او پانګونې په لا زیاتوالي خبرې وکړې.

د هند سږني کال په ټاکنو کې له بري وروسته دا لومړی وار دی چې ښاغلی مودي امریکا ته په رسمي سفر ورځي.

سپینه ماڼۍ کې له ماښامنۍ وروسته د دواړو مشرانو له خوا د ګډ لید لوري تر نامه لاندې په خپره شوې وینا پاڼه کې دا هوډ ښوول شوی چې دواړه هېوادونه به نه یوازې د هند او امریکا بلکې د ټولې نړۍ د ښېرازۍ لپاره په ګډه سره کار کوي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید اکبرالدین ویلي چې د دواړو مشرانو تر منځ په ناسته کې د هند او امریکا په ګډه همکارۍ خبرې وشوې.

نوموړي زیاته کړه چې دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې په امنیتي برخه کې سره ګډ کار کوي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې به هم ګډه همکاري کوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا په ټاکنو کې د لومړي وزیر په توګه له ټاکل کېدو ورسوته امریکا ته د مودي لومړی سفر دی

دواړو مشرانو پر یو لړ نورو مسایلو هم موافقه کړې چې تر مخې به یې په نړیواله کچه هند ته نوي مسوولیتونه ورکول کېږي او تر څنګ به یې د ملګرو ملتو په نړیوالې امنیتي شورا کې یو لړ مثبت بدلونونه راوړل شي.

هند له تېر څه وخت راهیسي په دې لټه کې دی چې د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي او داسې ښکاري چې امریکا هم د هند د دې غوښتنې ملاتړ کوي.

ښاغلي اوباما او ښاغلي مودي د فضايي پروګرام په برخه کې هم د ګډې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

نرېندرا مودي تر دې ناستې وړاندې د امریکا له شتمنو او مشهورو سوداګرو سره هم ولیدل چې په هند کې یې د لا ډیرې پانګونې په فرصت قانع کړي.

ورته مطالب