د هانګ کانګ مشر د لاریون ختمېدل غوښتي

د انځور حقوق epa
Image caption په لاریونیانو کې زیاتره محصلین برخه لري

په هانګ کانګ کې لسګونه زره مظاهره کوونکو د دوشنبې شپه پر سړکونو تېره کړه.

لاریونیانو د حکومت له دې غوښتنې وروسته بیا هم لاریون ته دوام ورکړی، چې له دوی یې خپلو کورونو ته د ستنېدو غوښتنه کړې وه.

لاریونونه وروسته له هغه سخت شول چې پولیسو هڅه وکړه د اوښلن ګاز په مټ خلک سره تیت پرک کړي، خو له لنډمهال نه وروسته پولیسو له دغه کاره ډډه وکړه.

دیموکراسي پلوه لاریون کوونکي د چین دولت ته په دې قهرېدلي چې د ۲۰۱۷ کال ټاکنو لپاره یې د دوی واک محدود کړی او بیجینګ د صلاحیتونو د تایید هوډ لري.

چین نورو هېوادونو ته ګواښ کړی چې د دغو 'ناقانونه لاریونونو' ملاتړ و نه کړي.

په لاریونیانو کې زیاتره محصلین دي او دوی د ازادو ټاکنو غوښتونکي دي.

د لوېدیځ غبرګون

د تېرې دوشنبې په ورځ د بریتانیا دولت غوښتنه وکړه چې د لاریون کوونکو خونديتوب د دوی د غوښتنو پر وړاندې او د لاریون حق یې د قانون په چوکاټ کې په رسمیت وپېژندل شي.

دغه غوښتنه د متحدو ایالاتو له خوا هم وشوه. د سپینې ماڼې ویاند جاش انست د هانګ کانګ له چارواکو د ډېر نرمښت ښودلو غوښتنه وکړه.

ښاغلي ارنست خبریالانو ته وویل:"متحده ایالات د هانګ کانګ له وګړو د اساسي قانون په چوکاټ کې ملاتړ کوي، او د دوی هیلو ته درناوی لري".

د یکشنبې پر شپه لسګونه لاریون کوونکي د پولیسو د اوښلن غاز له کبله راګیر او ونیول شول.

په عملیاتي چارو کې د پولیسو د مشر مرستیال چیونګ تاک کیونګ ټینګار کوي چې پولیسو 'له حد اقل ځواک نه کار اخیستی'دی.

ده وویل، د نښتو له پیل نه تر دې دمه ۴۱ لاریون کوونکي او ۱۲ پولیس چارواکي ټپیان شوي دي.

د هانګ کانګ سیمه ییز دولت له لاریون کوونکو وغوښتل چې له زغم نه کار واخلي او په سوله ییز ډول سړکونه پرېږدي، خو دوی د دولتي ودانیو شاوخوا تر سهاره پاتې شول.

زرګونو لاریونیانو د موګ کک ټاپو لوري ته غځېدلې لویه لار تړلې ده. پر همدې مهال، ګڼو نورو د هانګ کانګ په کازوی ټاپو کې د خرڅلاو یو لوی مرکز بند کړی دی.

په وان چای لوېدیځه او مرکزي سیمو کې د تېرې دوشنبې په ورځ رخصتي وه، چې پربنسټ یې د هانګ کانګ زده کوونکي تر سې شنبې ورځې پورې رخصت شول.

د لویو لارو په بندیدو سره په ښار کې یو ډول ګډوډي جوړه شوې ده.

د انځور حقوق Getty

بریتانیا په ۱۹۹۷ کال هانګ کانګ 'دوه نظام لرونکی هېواد'چین ته ورستون کړي.

ورته مطالب