ایران په قتل د تورنې ریحانې جباري اعدام 'ځنډولی'

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پر فېسبوک د ریحانې د ژغورلو کمپاین پیل شوی دی

د هغې ایرانۍ مېرمنې، د اعدام سزا ځنډول شوې، چې د یوه سړي په وژلو تورنه او بندي شوې ده.

پر ریحانې جباري تور دی، چې یو سړی یې د جنسي تېرې د هڅې د دفع کولو پرمهال وژلی دی.

چارواکو د تېرې دوشنبې په ورځ وویل، ۲۶ کلنه ریحانه د تهران لوېدیځ کې یوه زندان ته د اعدام لپاره لېږدول شوې ده.

خو د بشري حقونو فعالانو د تېرې سې شنبې په ورځ وویل، پر انټرنېټ یې یو کمپاین پیل کړی، چې حکومت د تورنې سزا لس ورځې وځنډوي.

د بشري حقونو په برخه کې نړیوال سازمان د (بښنې نړیوال سازمان) ویلي، تورنه په یوه ناڅرګنده وضعیت کې تورنه بلل شوې ده.

آغلې جباري په ۲۰۰۷ کال د مرتضی عبداللهي سربندي د وژلو په تور نیول شوې.

سربندي د ایران د استخباراتو د وزارت کارکوونکی و.

ریحانه دوه میاشتې په یوه جلا زندان کې وساتل شوه، چې د رپوټونو له مخې یې د هېڅ وکیل یا د کورنۍ غړي د لیدو اجازه نه لرله، خو په ۲۰۰۹ کال کې د تهران د جنايي جرمونو د محکمې له خوا په اعدام محکومه شوه.

امنسټي انټرنېشنل ویلي، که څه هم پر جباري تور دی چې ښاغلی عبداللهي سربندي یې په شا په چړه وهلی، خو نوموړې ادعا کوي چې په کور کې یوه بل سړي سربندي وژلی دی.

د هغې ددغې ادعا په اړه په سمه توګه پلټنه نه ده شوې.

لاریون

ایراني چارواکو مخکې دوشنبه د ریحانې د اعدامولو نېټه ټاکلې وه، خو وروسته یې د تهران رجای شهر زندان ته د اعدام لپاره ولېږدوله.

پر فېسبوک او ټویټر پاڼو د هغې د اعدام د لغوه کولو کمپاین پیل شوي، چې ډېرو یې 'زین نښه' #ریحانه جباري وژغوري هشټګونه خپاره کړي.

د زندان له ودانۍ بهر هم د هغې د ژغورلو لپاره لاریونونه وشول.

د تېرې سې شنبې په ورځ، فعالانو او بلاګ لیکونکو ویلي وو، چې د آغلې جباري اعدام له دې کبله وځنډول شو، چې د وژل شوي سربندي له کورنۍ سره پرې سلا مشوره وشي.

فعالانو یو لیک هم خپور کړی، چې د آغلې جباري د مور شعله جباری (پاکروان) له خوا لیکل شوی، چې له خلکو پکې له دې کبله مننه کوي، چې د هغې د لور ملاتړ یې کړی او د هغې د ژوند د ژغورلو لپاره بهر ته راوتلي دي.

د انځور حقوق
Image caption ریحانې ویلي، سربندي په کور کې یوه بل سړي وژلی دی

دا څرګندونې او رپوټونه وروسته تر هغه رسنیو ته ورسېدل، چې فعالانو په "دین کې او ځمکه کې د فساد خپرولو" په تور د ایراني حکومت له لوري کرج ښار ته څېرمه د یوه اروا پوه د اعدام خبر خپور کړ.

۳۷ کلن محسن امیر اصلاني ټیک اته کاله وړاندې وروسته تر هغه ونیول شو، چې د مذهبي زده کړو په یوه ټولګي کې یې د قرآن په اړه له خپل ځان نه ژباړه وړاندې کړې وه.

فعالان وايي، په پای کې چارواکو پر نوموړي یونس پیغمبر ته د سپکو سپورو ویلو تور پورې کړ.

د ایران قضایي سیستم دا نه مني چې ګني د امیر اصلان اعدامول د هغه له عقایدو سره تړاو لري.

ګارډین ورځپاڼې ویلي، چارواکو ټینګار کړی، چې نوموړي له یو شمېر هغو کسانو سره ناقانونه جنسي اړیکي لرل، چې ددغه په ټولګي کې یې ګډون کاوه.

ورته مطالب