هانګ کانګ: ملي ورځ او د لاریون پراختیا

د انځور حقوق EPA
Image caption د هانګ کانګ اعتراض کوونکي د رېښتینو ټاکنو غوښتنه کوي

هانګ کانګ کې زرګونه نور کسان هم ډېموکراسي پلوه مظاهرچیانو سره یو ځای شوي دي. دوی تر ډېره مرکزې هانګ کانګ کې راټول دي خو نورو سیمو ته هم غځېدلي دي.

بل اړخ ته بیا په پلازمېنه بېجېنګ کې د چین ملي ورځ د بل هر کال په شان ولمانځل شوه. ډېر پام د بېرغ پورته کولو مراسمو ته و چې د دې کمنوست هېواد پېدایښت ولمانځي.

د هانګ کانګ اعتراض کوونکي د رېښتینو ټاکنو غوښتنه کوي.

ټینګو امنیتي تدابیرو د ډېریو مظاهره کوونکو مخه نیولې وه او د دې ښار د مشر سي وای لونګ ملاتړي وتوانېدل چې دا ورځ ځانته د بيرغ پورته کولو په ورته مراسمو ولمانځي.

مظاهره چیان د هانګ کانګ په مرکزي سوداګریزو ځایونو کازوی بی او مونګ کوک کې را یو ځای شوي.

د مظاهره چیانو څلورمه ډله کانتن روډ چې د هانګ کانګ یوه بله سوداګریزه سیمه ده راټول شول.

د هانګ کانګ اجرایوي مشر سي وای لونګ د اعتراض کوونکو دا غوښتنه رد کړه چې ویل یې له خپلې دندې دې استعفا وکړي.

ښاغلي لونګ ژمنه کړې چې د بیجېنګ له هغې پرېکړې چې هانګ کانګیانو ته یې د رایو د حق ورکولو په اړه کړې ملاتړ کوي خو وايي کاندیدان باید یوه کمېټه چاڼ کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه:

"بې له شکه غوره دا ده چې یو نړیوال غورځنګ وي خو د اجرایوي ریس لپاره تر ۱۲۰۰ کسانو د ۵ میلیونو انتخاب غوره دی"

خو کله چې لونګ خبرې کولې، یوه ډېموکراسي پلوه لاریون کوونکي تر هغه وړاندې چې د امنيتي کسانو له خوا وايستل شي د ده استعفى وغوښته.

د باندې په واټونو کې زده کوونکي لا هم دلته چې د ديموکراسۍ څلور لارې يې بولي، ټينگ پاتې دي.

یوه لاریون کوونکي د خپل اعتراض لامل داسې وړاندې کړ:

"داسې احساسوو چې دلته ډيموکراسي او ازادي تر هر کله لږه ده او حالات کال په کال پسې خرابيږي"

دا لا په ډاګه نه ده چې اعتراض کوونکو سره څومره ملاتړ شته خو دا چې دوه ورځي عمومي رخصتي ده نو دوى هيله من دي چې لا ډېر خلک به ورسره يو ځاى شي.

ورته مطالب