د لومړي وزیر مودي په مشرۍ د پاک هند کمپاین

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د "هند د پاکولو" کمپاين په نامه د دغو هلو ځلو مشري د هند لومړي وزير نرېندرا مودي په غاړه اخیستې ده.

د هند د فدرال حکومت څلور ميليون کارکوونکي او د ښوونځيو ميليونونه زده کوونکي جارو په لاس وتلي چې د هېواد د صفايۍ او پاکولو لپاره د هلو ځلو سروالي وکړي.

دغه کمپاين د هند د خپلواکۍ اخيستو غورځنگ د مشر مهاتما گاندي له زېږ کليزې په وياړ پيل شوى.

د (هند د پاکولو) کمپاين په نامه د دغو هلو ځلو مشري د هند لومړي وزير نرېندرا مودي په غاړه اخیستې ده.

ښاغلى مودي نن سهار د ولمکي نگر په سيمه کې يو سړک جارو کاوه.

د هند د خپلواکۍ ورځې په وياړ ښاغلي مودي په خپله وينا کې وویل چې ګرد چاپېره پراخه ناپاکي يې ځوروي.

ښاغلي مودي وويل:

"له خپلواکۍ ترلاسه کولو دومره کاله وروسته آيا اوس هم موږ غواړو په ناوړه چاپېريال کې ژوند وکړو؟ آيا موږ دومره ساده ستونزه نه شو هوارولى؟"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د هند د پوهنې وزیرې سمرېتي ایراني هم په دغه کمپاین کې برخه اخیستې ده.

د هند لومړی وزير وايي مهاتما گاندي ته تر دې ښه پېرزوينه نه شي وړاندې کېداى چې د هغه د زېږېدنې پر ورځ دغه راز خوځښت پيل شي.

ښاغلي مودي ژمنه وکړه چې پنځه کاله وروسته په ٢٠١٩ م کال کې چې کله د ښاغلي گاندي ١٥٠ کليزه لمانځل کېږي نو د هند په کليو، ښارونو، سړکونو، معبدونو او روغتونونو کې به د ناولتيا ان يوه نښه هم نه وي.

د دغو هلوځلو د بري او غځولو لپاره گامونه پورته شوي دي چې ويل کېږي پرې ١٠ ميليون ډالر لگښت راځي.

د هند حکومت د لگښت يوه برخه په غاړه اخيستې او هوډ لري چې پاتې هغه له شرکتونو او سوداگريزو بنسټونو او نړیوالو پراختيايي پروژو ترلاسه کړي.