اسلامي دولت ډله کوباني ښار ته د ننه شوې

د انځور حقوق DHA
Image caption ناټو به د اسلامي دولت ډلې له هر راز برید نه ترکیه خوندي کړي

د اسلامي دولت وسلوالې ډلې جنګیالي له درې اونیزې کلابندۍ وروسته د سوریې کوباني ښار ته ورننوتي او د دغه ښار په واټونو کې اوس جګړه روانه ده.

د اسیا عبدالله په نامه یوې کوردۍ چارواکې بي بي سي ته ویلي، چې د اسلامي دولت وسلوالو د ښار په ختیځو څنډو کې تور بیرغونه پورته کړي او په وینا یې په دریو ناحیو کې جګړه روانه ده.

نوموړې پر اسلامي دولت ډلې تور پورې کړ چې په سپکو وسلو سمبالو کردي جنګیالیو باندې د درنو وسلو ډزې کوي او خبرداری یې ورکړ، چې که د امریکا په مشرۍ ځواکونه پر دغو وسلوالو هوايي بریدونه و نه کړي، په دې سیمه کې ډلوژنه رامنځته کېدای شي: "د کردي ځواکونو او اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو تر منځ د ښار ګېر چاپېره دریو سیمو کې نښتې روانې دي. جګړه اوس د کوباني کوڅو ته راننوتې. لا هم په ښار کې زرګونه ولسي وګړي پاتې دي او د اسلامي دولت جنګیالي درنې وسلې کاروي. که د دوی مخه و نه نیول شي، دلته به ډلوژنه رامنځته شي."

په سیمه کې لارۍ او امبولانسونه لیدل شوي، چې سلګونه ولسي وګړي او ټپي جنګیالي یې له ښار د ترکیې پولې ته لېږدول.

له کوباني نه بهر د ترکي ځواکونو ټانکونه په یوې غونډۍ باندې ځای پر ځای شوي دي. له بله پلوه، د ناټو نوي سرمنشي ین ستولتېنبرګ ویلي، چې دغه سازمان به د اسلامي دولت ډلې له هر راز برید نه ترکیه خوندي کړي.

نوموړي ویلي، ترکیه باید پر دې پوه شي، که د سوریې له پولې تاوتریخوالی ترکیې ته ور خپور شي، ناټو به یې دفاع او مرستې ته چمتو وي. ښاغلي ستولتېنبرګ دغه څرګندونې تېره اونۍ د دندې له پیلولو راهیسې د خپل لومړي بهرني سفر په ترڅ کې په پولینډ کې کړې دي.

نوموړی په نژدې وخت کې ترکیې ته هم د سفر پلان لري.

له بلې خوا، کردي مظاهره چیانو په هاګ کې د هالینډ د پارلمان یوه برخه کلابنده کړې او د اسلامي دولت د جنګیالیو پر وړاندې یې د سوریې د کوباني ښار د دفاع لپاره د نړیوال ګام غوښتنه کړې.

لسګونه مظاهره چیان د پارلمان ودانۍ ته ورننوتي او پولیسو یې اعتراض سوله ییز بللی دی.

په سوېلي لندن کې بیا د هغې نجلۍ پلار د دې د بېرته راستنېدو غوښتنه کړې، چې شک کېږي د اسلامي دولت ډلې د وسلوالو د ملاتړ لپاره له برتانیې نه سوریې ته تللې ده.

د عبدالرشید سید دیري په نامه دغه سړي چې له آره د سومالیا دی، بي بي سي ته ویلي، کله چې پوه شه چې د سامیه په نامه لور یې له خپل پاسپورټ سره له کوره وتلې، سملاسي یې پولیسو ته خبر ورکړی، له هېواده یې د وتلو مخه ونیسي.

پولیس پر دې باور دي، چې نوموړې ښايي له برېسټل نه له یوې ورکې شوې نجلۍ یسرا حسین سره یو ځای پر دغه سفر وتلې وي.

ښاغلي دیري ویلي، د ده د لور په څېر ځیرکه ماشومان د سخت دریځو لخوا د انټرنېټ له لارې خپل لوري ته جذبېږي.

ورته مطالب