'روغتونونو کې د ایبولا د ډېرېدو وېره ده'

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ايبولا تراوسه پورې تر ٣٥٠٠ ډېرکسان له منځه وړي دي.

د روغتيا د نړيوال سازمان د ايبولا د ساينس ډلې مشر وايي په دې نه دى هېښ شوى، چې مادريد کې يوه نرسه د ايبولا په وايروس اخته شوې ده.

جينوا کې د وينا پرمهال پروفيسور پيترپايوت خبردارى ورکړ چې د ايبولا د ناروغانو د درملنې پر مهال وړه تېروتنه ښايي مرگونې تمامه شي او تمه کوي چې د روغتيايي دنورو کارکوونکو په منځ کې به نورې پېښې هم رامنځته شي.

ايبولا تراوسه پورې تر ٣٥٠٠ ډېرکسان له منځه وړي دي.

د اېبولا ناورغۍ د خپریدو له پیل راهیسې د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې د لایبریا، ګیني، او سیرالیون روغتیايي نیمګړي سیستمونه ډېر اغېزمن شوی دي.

د نوموړي سازمان کارپوهان ټینګار کوي چې عصري روغتونونو چې د اېبولا په څېر پاملرنې وړ ناروغیو درملنه په کې کېدای شي کولای شي چې د وایرس د خپریدو مخنیوي وکړي، خو په مادرید کې د اېبولا پیښې دا ثابته کړه چې د دې وایرس مخنیوي تر هغه لا ډېر ګران دی چې ډېرو فکر کاوه.

د روغتیا نړیوال سازمان اوس پروفیسور پیټر پویټ ته چې د اېبولا ناورغۍ متخصص دی د سلاکار په توګه ګومارلی دی.

نوموړی وايي لکه د سترګو موښلو په شان ډېر کوچني شان هم کېدای شي په اېبولا د اخته کېدو سبب شي:

د انځور حقوق EPA
Image caption د اېبولا ناورغۍ د خپریدو له پیل راهیسې د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې د لایبریا، ګیني، او سیرالیون روغتیايي نیمګړي سیستمونه ډېر اغېزمن شوی دي.

"خطرناکه شیبه د جامو بدلولو ده، کله چې تاسو د قرطین له کوټې وځئ او خوندي جامې مو وباسئ او تاسو خوله کړې وي او عینکي مو لرئ کوئ او خپلې سترګې مږئ هماغه نو د پائ شیبه ده."

چې داسې ده نو ډېره پاملرنه کولای شي چې د دې وژونکې ناروغۍ د خپریدو مخنیوي وکړي.

په همدې خاطر د بې پولو ډاکټرانو ټولنې د هر هغه روغتیايي کارکوونکي لپاره چې د ناروغانو درملنه کوي یو کس ګومارلي چې پام پرې وساتي.

ویل شوي کېدای شي چې د ستړیا په وخت کې تېروتنې وشي ځکه نو که څوک د ستړیا احساس کوي باید دمه وکړي خو له دې ټولو تدابیرو سره سره د بې پولې ډاکټرانو ټولنې روغتیايي کارکوونکي د اېبولا په ناروغۍ اخته شوي دي.

له همدې امله پروفیسور پیټر پویټ وايي دا ډېره د حیرانې خبره نه ده چې د اسپانیا په یوه عصري روغتون کې یوه نرسه په دې ناورغۍ اخته شوې ده.

نوموړی وايي داسې تمه نه کېږي چې په امریکا او اروپا کې دې اېبولا ناروغي هغسې خپره شي چې په افریقا کې خپره شوې خو ښايي چې پیښې یې ډېرې شي

ورته مطالب