یاهو: هند کې ۴۰۰ دندې کموو

Image caption د دغې پرېکړې له امله به د یاهو په بنګلور څانګه کې شاوخوا ۴۰۰ کسان خپلې دندې له لاسه ورکړي

د ټکنالوژۍ د نړۍ ستر شرکت یاهو ویلي، پام کې لري چې د هندوستان د بنګلور ښار په څانګه کې ۴۰۰ دندې کمې کړي.

بنګلور په نړۍ کې د یاهو له لویو او پراخو څانګو شمېرل کېږي.

د یاهو شرکت یوه ویاند ویلي چې دغه پرېکړه یې د هغو بدلونونو له امله کړې چې دوی يې په خپلو نړیوالو څانګو کې د پلي کولو پلان لري.

یاهو هڅه کوي چې خپلو نړیوالو څانګو کې د فعالو ټیمونو شمېر راکم کړي.

د دغې پرېکړې له امله به د یاهو په بنګلور څانګه کې شاوخوا ۴۰۰ کسان خپلې دندې له لاسه ورکړي.

خو یاهو بي بي سي ته ویلي چې دغه ګام به یې د بنګلور څانګې نور څه باندې ۱۰۰۰ تنه کارکوونکي اغېزمن نه کړي.

دوی دا هم ویلی چې ځینو کارکوونکو ته به په خپلو نورو څانګو کې د کار وړاندیزونه ورکړي او ځینې دندې به هم د امریکا مرکزي څانګې ته راواړوي.

یاهو تېره اونۍ د امریکا د ونډو په بازار کې د چینايي شرکت علي بابا د ورګډېدو نه وروسته د شاوخوا ۸ مېلیارد ډالرو په بیه ونډې وپلورلې.

ورته مطالب