امریکا: یوازې بمبارۍ 'کوباني ښار نه شي ژغورلی'

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ''اسلامي دولت'' پروړاندې د امریکا په مشرۍ بمباریو د کردي جنګیالیو مورال لوړ کړی

د امریکا پوځ ویلي، که څه هم امریکا هوايي بریدونه ډېر کړي، خو "اسلامي دولت" د سوریې عین العرب (کوباني) ښار د نیولو هڅې ډېرې شوې دي.

امریکا وايي، یوازې هوايي بریدونه ددغه ښار د سقوط مخه نه شي نیولی.

د تېرې چارشنبې په ورځ د امریکا پوځ په یوه اعلامیه کې وویل، کوباني ښار لاهم د کردي جنګیالیو په لاس کې دی.

د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند امیرالبحر جان کیربي وویل: "د هوا له لارې موږ تر خپله وسه هڅه کوو چې ددغه ښار پر لوري د "اسلامي دولت" د جنګیالیو د پرمختګ مخه ونیسو... یوازې هوايي ځواکونه د ښار د ژغورلو لپاره کافي نه دي."

دا څرګندونې داسې مهال شوې، چې په کوباني کې د کردي مدافع ولسي ملاتړ ځواکونو او "اسلامي دولت" د جنګیالیو ترمنځ جګړه سخته شوې ده.

حایله سیمه

پر همدې مهال، فرانسې ويلي دي، چې د ترکيې د هغه وړانديز ملاتړ کوي، چې له سوريې سره پولو کې د حايل سيمه رامنځ ته شي.

حايل سيمه به د ترکيې د دفاع او له هغو کډوالو سره مرسته وکړي، چې د "اسلامي دولت" د اورپکو د پرمختگ له وجې تښتي.

د انځور حقوق Sinan Onus
Image caption د ترکیې انقرې په ګډون ځینو ښارونو کې د کوباني د ژغورلو په ملاتړ لاریونونه وشول
د انځور حقوق Other
Image caption د کوباني جګړې ۱۶۰ زره سوري وګړي ترکیې ته کډوالۍ ته اړ کړل

خو د امريکا د دفاع وزارت ويلي دي، چې د حايل سيمې جوړول د حل لاره نه ده.

په همدې حال کې سوريه کې د کوباني د کرد مېشتي ښار د نيولو پرسر د "اسلامي دولت" د جنګیالیو او کردي ځواکونو ترمنځ سختې جگړې روانې دي.

د سوریې په کوباني ښار کې چې له ترکیې سره ګډه پوله لري د "اسلامي دولت" ډلې او کردي جنګیالیو ترمنځ جګړه او د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو له خوا هوايي بریدونه دوام لري.

په یوه وروستي رپوټ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي چې په هوايي بریدونو کې یې د "اسلامي دولت" ډلې وسلې له منځه وړې دي.

بلې خوا ته د کوباني یوه چارواکي ویلي اوس مهال کردي ځواکونه د اسلامي دولت ډله په شا تمبوي.

څارونکي وايي که کوباني د "اسلامي دولت" ډلې لاسونو ته کیوځي نو له دې سره به نوموړې ډله د ترکیې او سوریې ترمینځ پر ګډې پولې بشپړ کنټرول پیدا کړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption امریکا وايي، یوازې هوايي بریدونه د کوباني د ژغورلو لپاره کفایت نه کوي

د کوباني لپاره په جګړه کې چې اوس یې له پیل کېدو درې اوونۍ تېرېږي ۴۰۰ کسان وژل شوي او ۱۶۰ زره سوري وګړي اړ شوي چې ترکیې ته واوړي.

د کوباني یوه جګ پوړي چارواکي ادریس نیسان خبري رسنیو ته وویل د "اسلامي دولت" ډله اوس مهال د شاه تګ په حال کې ده او درانه تلفات وراوښتي دي.

نوموړي د ایتلافي ځواکونو له خوا بمبارۍ او ډزې اغیزمنې وبللې چې له امله یې د اسلامي دولت ډله له ډېرو ځایونو په شاه شوې او اوس مهال د چارواکو په خبره د کوباني ښار په دروازه کې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل چې په هوايي بریدونو کې یې د "اسلامي دولت" وړتیا له منځه وړل له اصلي اهدافو و.

د انځور حقوق AP
Image caption وړاندې ترکیې له کوباني ښار سره پر پوله ځواکونه ځای پرځای کړي وو

"زموږ د بمباریو لومړنی هدف د "اسلامي دولت" د قوماندې مرکزونه او بنسټیز تاسیسات و چې د دې ډلې د جګړې وړتیا پرې نه یوازې په کوباني بلکې په ټول عراق او سوریه کې کمزوری کړو. باوري یم چې په څو ساعتونو او څو ورځو کې به دا ستراتیژي بدله شي او د اسلامي دولت ډلې پرضد په مبارزه کې د ترکیې او نورو هېوادونو د رول په اړه پرېکړه وشي."

خو د کوباني سیمه ییز چارواکي وايي چې دغه ښار لا هم له خطر سره مخامخ دی او له نړیوالو یې غوښتنه کوي چې د دې خطر د له منځه وړولو لپاره هوايي بریدونه ډېر کړي.

ورته مطالب