د یمن نوی لومړی وزیر له دندې لاس په سر شو

احمد عوض بن مبارک د انځور حقوق .
Image caption احمد عوض بن مبارک د سولې په موافقه کې د ملګرو ملتو د منځګړتوب د يوې برخې په توګه لومړی وزير نومول شوی و.

د یمن نوي لومړي وزیر، احمد عوض بن مبارک د نوي حکومت تر جوړېدا وروسته، چې د حوثي لاریونیانو د لاریون پایله کې وټاکل شو، له خپلې دندې لاس په سر شوی دی.

احمد عوض بن مبارک د سولې په موافقه کې د ملګرو ملتو د منځګړتوب د يوې برخې په توګه لومړی وزير نومول شوی و.

خو د حوثي ياغيانو ډلې چې اوس يې پلازمېنه صنعاء نيولې د ده له ټاکل کېدو سره مخالفت ښوولی و.

په يوه تلويزيوني وينا کې د ياغيانو مشر عبدالمالک الحوثي د پنجشنبې پر ورځ د مظاهرو غوښتنه وکړه او ويې ويل که د احمد عوض د لومړي وزير په توګه پاتې شي ډله به يې نامعلوم ګام پورته کړي.

تېره مياشت هوثيانو مخکنی حکومت نسکور کړ او ولسمشر يې اړ کړ چې پر تيلو بيا سبسايډي وضع کړي.

د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي، د ښاغلي مبارک د دندې نه کولو غوښتنه منلې ده.

عبدالمالک حوثي، د پنجشنبې په ورځ د یمني ولسمشر عبد ربه منصور هادي له خوا د نوي لومړي وزیر په توګه د احمد عوض بن مبارک د ټاکلو پرضد د پراخو مظاهرو غوښتنه کړې ده.

نوموړی وايي "د هغه د ټاکلو ترشا بهرني لاسونه وو".

هادي د تېرې سې شنبې په ورځ د خپل دفتر پخوانی مشر احمد عوض بن مبارک د لومړي وزیر په توګه وټاکه.

هغه دا ژمنه هم کړې وه، چې د حکومت جوړښت کې به نوښت راولي.

الحوثي ویلي، هادي ژمنه کړې وه، چې مبارک به نه ټاکي، خو خپل نظر یې په صنعاء کې له امریکايي سفیر سره تر کتنې وروسته بدل کړ.

د تېرې سې شنبې په ورځ حوثیانو ولسمشر عبد ربه منصور هادي له لوري د نوي حکومت د جوړولو په موخه د احمد بن مبارک د ټاکل کېدو پرضد غږ پورته کړ.

حوثیان، چې د یمن د وګړو درېیمه برخه جوړوي، د لانورو سیاسي او اقتصادي حقونو ترلاسه کولو هڅه کوي، د تېر سپتمبر پر ۲۱ پلازمېنه صنعاء د شمال لوري ته تر څو میاشتني پرمختګ وروسته ونیوه.

ورته مطالب