امريکا د ايبولا پرضد بيسارو نړيوالو هڅو غوښتنه کړې ده

د انځور حقوق Press Association

د لايبريا ولسمشرې ويلي دي لوديځې افريقا کې د ايبولا د کړکيچ په تړاو د نړۍ غبرگون ډېر ورو و.

د هغې دا خبره داسې مهال راځي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د ايبولا په وړاندې مبارزې کې د بيسارو نړيوالو هڅو د ترسره کولو غوښتنه کړي ده.

په همدې حال کې د امريکا د متحده ايالتونو چارواکي وايي د ايبولا د نښو لپاره به د هغو خلکو جدي ټلويزيوني کتنې کېږي،چې له لوديځې افريقا دې هېواد ته سفرکوي.

امريکا په داسې حال کې دغه گامونه پورته کوي،چې په دغه هېواد کې د دې ناروغۍ لومړى تشخيص شوى قرباني ټامس ډانکين د چارشنبې په ورځ د ډالس په روغتون کې ساه ورکړه.

رپوټونه وايي، چې پر هغه پوليس چې د ډانکين کورته ورغلى و هم پر دغې ناروغۍ د اخته کېدو شک کېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د لويديځې افريقا له هېوادونو سره د ايبولا په وړاندې مبارزې کې د مرستو غوښتنه وکړه.

"زه نن سهار د دې لپاره دلته راغلي يم، چې د نړۍ له هېوادونو وغواړم چې لا بيړني گامونه اوچت کړي. په داسې حال کې چې موږ پرمختگ کړى خو هلته نه يو چېرې چې بايد و .او ځينې اړتياوې شته چې بايد پوره شي . په دې ډول به نړيواله ټولنه وتوانېږي،چې دې ننگونې ته په سمه توگه ځواب ورکړي."

ښاغلي کېري زياته کړه چې يوازې سيمې ته د وگړو استول بسنه نه کوي . که څه هم چې دايې هم اړين وبلل.

هوايي ډگرونوکې څارنه

امريکا کې د دغې وباما د خپرېدا د مخينوي لپاره د امريکا ادارې اعلان وکړ چې له لوېديځې افريقا دې هېواد ته د رسيدونکو مسافرو څارنه به ډېره کړې .موخه داده چې د ايبولا د ناروغۍ نښې په گوته شي او شکمن کسان درملنه شي.

د دغه پروگرام ترمخه به د نيويارک ، واشنگتن ، اتلانتا ، نيوورک او شيکاگو په هوايي ډگرونوکې له لايبريا ، سرياليون اوگيني څخه تلونکي مساپر يوې خواته کېږي ، تبه به يې کتل کېږي او نورې اړينې پوښتنې به ترې کېږي.

ولسمراوباما وويل چې د دغو گامونو موخه خونديتوب دى او داچې ورته گامونه د هېوادو په نورو هوايي ډگرونو کې هم پورته شوي دي.

امريکايي روغتيايي چارواکو ويلي دي چې دغه گامونه ښه دي خو اړينه داده چې د هغو کسانو څارنه بايد ډېره شي چې د لوېديځې افريقا له هېوادونو بهرته سفر کوي.

بريتانيا سرياليون ته عسکر استوي

بريتانيا اعلان کړى، چې سرياليون ته به خپل ٧٠٠ پوځيان واستوي چې د ايبولا ناروغۍ د خپرېدا د مخنيوي له هڅو سره مرسته وکړي . چارواکو ويلي دي چې دې هېواد ته به درې چورلکې، يوه کشتۍ او عسکر ولېږدوي چې د درملنې مرکزونه رامنځته کړي.

درې سوه امريکا يي عسکر وار دمخه گاونډي هېواد لايبريا ته رسېدلي چې صحرايي روغتونونه جوړ کړي.

په پام کې ده چې راتلونکو څو ورځو کې درې زره نور امريکايي عسکر هم سيمې ته ورسېږي.

څلور زره کسان مړه شوي

بلخوا د روغتيا نړيوال سازمان وايي د ايبولا څخه د مړو شمېر اوس ٣٨٧٩ کسانو ته رسېدلى دى . سازمان دارنگه وايي چې په دې ناروغۍ دنورو اته زره کسانو د اخته کېدو پېښې تاييد شوي دي.

نژدې څلور زره کسان تراوسه پورې د ايبولا ناورغۍ له امله مړه شوي او دا شمېره په چټکۍ سره مخ په لوړېدو ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ګومان کوي چې ډېرې پېښې خو لا نه دې رپوټ شوي ځکه چې په ډېرو ځپل شویو هېوادونو کې پر روغتیايي خدماتو ګڼه ګوڼه ډېره ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د اېبولا ناروغي په پراخه کچه او په دوامداره توګه خپرېږي او داسې هېڅ نښې نښانې نشته چې ګواکې دغه ناروغي دې کنترول شوې وي. دا د نوموړې سازمان له خوا تراوسه تر ټولو څرګنده اعلامیه ده چې خپرېږي. دې اعلامیې د روغتیايي کارپوهانو ترمنځ اندېښنې خپرې کړې ځکه چې د اېبولا د کنترول لپاره جدي اقدامات تراوسه بریالي نه دي. اوس د اېبولا ناورغۍ له امله د وژل شویو کسانو شمېر د هغه شمېر دوه برابره دی چې په ۱۹۷۶ کال کې د دې ناورغۍ له پیژندل کېدو وروسته دې ناورغۍ وژلي وو

ورته مطالب