مودیانو: د حافظې د کارولو هنر

د انځور حقوق B
Image caption ژان پاتریک له ۳۰ ډېر ناولونه لیکلي دي.

د ادبیاتو د نوبل جایزې ګټونکی، ژان پاتریک مودیانو د خپل وروستي ناول – چې تېره اونۍ له چاپه راووت – پرانسته د نولسمې پېړۍ د ستر ناول لیکونکي، ستندال، په دې ټکو کوي:

"زه د پېښو حقیقت نه شم ښکاره کولای، زه یې یوازې سیوری وړاندې کوم."

ژان پاتریک مودیانو د ۱۹۴۵ کال د جولای پر دېرشمه، پوره ۸۲ ورځې وروسته له هغې دنیا ته راغی چې غربي اتحاد نازي جرمني ته ماتې ورکړه.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته اروپا، د مادي ورانیو تر څنګ، له یو ستر اخلاقي بحران سره هم لاس او ګرېوان ده.

د فرانسې انقلاب، د صنعتي انقلاب، د رڼاګانو د زانګو، د فلسفې او تمدن تر ډيوې لاندې، د نژاد او مذهب په نامه په ميلیونونو انسانان د څارویو په څېر ښکېل شول، ووژل شول او له بشري کرامته یې انکار وشو.

د پاریس ښار په لوېديځه ځنډه کې، د 'سِن' سیند پر غاړه چې مودیانو زېږېدلی، همدلته، په يو ټاپوګي کې د 'رینو' موټرو فابریکه هم وه چې څښتن یې له نیواکګر جرمني سره همکاري کړې وه، په خپله فابریکه کې یې ورته جنګي وسایل جوړ کړي وو او له خپلواکۍ وروسته دغه د کارګري نهضت د تحرک سمبول فابریکه د دولت له لوري، د ملت په نامه، مصادره شوه.

د ژان پاتریک پلار البرت مودیانو چې په څلور کلنۍ کې یتیم شوی و، دې ته اړشوی و چې پلرنی یهودي مذهب پرېږدي، عیسویت و مني او د وینزویلا کاراکاس ته کډه وکړي.

وروسته بیا پاریس ته راغی او د لرغونو توکیو د پلورلو په کاروبار بوخت شو.

د ۱۹۴۰ کال د اکتوبر د دریمې قانون ټول هغه فرانسویان چې اصل یې یهودي وي له یو شمېر کارونو منع کوي او البرت – که څه هم د تاریخ جبر خپل اصل ته ور ټېل وهلی و، ځان د یهودي په توګه نه ثبتوي – پټ ژوند غوره کوي چې په ترڅ کې یې د ناقانونه تجارت پر مټ یو څه شته هم پیدا کوي.

مور یې د بلژیک هالنډي ژبې ده د پلار د پټ فعالیت پر مهال د ژان پاتریک روزنه د هغه مورنۍ نیا کوي چې د ده د مورنۍ ژبې له زده کولو سره هم مرسته کوي.

په ښوونځي کې یې ستر لیکوال او د «پاتا فیزیک» په نامه د یو ادبي مکتب فعال غړی رېموند کونو تر وزر لاندې نیسي. پاتا فیزیک (د میتا فزیک مسخره شوې بڼه) په ادب کې نوې تجربې او له منل شویو اصولو څخه سرغړونه د اصل په توګه مني. ژان پاتریک مودیانو له بکلوریا پورته زده کړې نه کوي او لیکوالۍ ته مخه کوي.

د مودیانو سبک د ده د شخصي او کورني ژوند او د ده د عصر د سیاسي، ټولنیزو، اخلاقي او ادبي پېښو یو ډول مرکب معجون دی چې هم ساده ګي لري او هم ژورتیا. هم نېغه خبره کوي او هم د طنز برخه پالي.

د ده د لیکنو تر ټولو مهمه ځانګړنه دا ده چې د تېر مهال د تیارو اړخونو سپړلو ته ډېر پام کوي.

د اکتوبر پر نهمه د نوبل اکاډیمي مودیانو ته د جایزې د ورکړې دلیل (د حافظې د کارولو هغه هنر چې له انسانانو راخیستل کېدونکی برخلیک یادوي او پر مټ یې د [نازي] اشغال دنیا را ښکاره کوي) و باله.

د نوبل کمیټې دا هم وویل، چې د مودیانو دنیا یوه خیالي دنیا ده او کتابونه یې یو د بل د غږ انعکاس دی.

Image caption ژان پاتریک مودیانو د ۱۹۴۵ کال د جولای پر دېرشمه وزېږېد.

د پاتریک مودیانو وروستی لنډکی ناول (۱۶۰ مخه) چې د ۲۰۱۴ اکتوبر پر دویمه له چاپه راووت په دې کرښو پیلېږي:

«تقریباً هېڅ. لکه د یوه خزنده چیچل چې په لومړي سر کې درته ډېر سرسري ښکاري. یا لږترلږه تاسې ځان ته، په ټيټ غږ، همداسې وایاست چې ځان پرې ډاډه کړئ. تیلېفون د مازیګر د څلورو بجو شاوخوا د ژان درګان په ځای کې، په هغې کوټې کې چې هغه ورته خپل دفتر وایه، زنګ وواهه.

هغه د کوچ په تل کې، له لمره خوندي، خوب وړی و. او دا زنګونه، چې هغه یې له ډېرې مودې راهیسې له اورېدو سره نه و روږدی، نه درېدل. ولي دومره ټينګار؟ کېدای شي چې هغه چا چې زنګ وهلی و، د تیلېفون قطع کول یې هېر شوي وي. اخر، پورته شو، د کوټې هغې برخې ته ورغی چې کړکۍ ته نژدې وه او لمر په کې لګېده.

ـ غواړم چې له ښاغلي ژان درګان سره خبرې وکړم.

یو پوست، ګواښونکی غږ. لومړی یې همداسې وانګېرل.

- ښاغلی درګان، غږ مې اورئ؟

درګان وغوښتل چې غوږۍ کښېږدي، خو څه فایده؟ زنګونه به بیا شروع شي او نه به درېږي. پرته له دې چې د تیلېفون مزی د تل لپاره غوڅ کړي...

- په خپله یم.

- ښاغلیه، ستاسې د ادرسونو د کتابچې په اړه مې درسره خبرې کولې.

یوه میاشت مخکې یې په یو رېل ګاډي کې، چې د مدیترانې د غاړې لاجوردي ساحل ته یې وړ، ترې ورکه شوې وه. د ادرسونو کتابچه به یې د کورتۍ له جېبه هغه مهال ښوی شوې وه چې ټکټ یې کنترولر ته د ښولو لپاره رایستلی و.

- ما ستاسې په نامه د ادرسونو یوه کتابچه موندلې ده.

پر خړه پوښتۍ یې لیکل شوي وو : که دا کتابچه ورکه شي نو په دې پته یې واستوئ. او درګان، یوه ورځ، بې له دې چې فکر پرې وکړي، په هغه ځای کې خپل نوم، خپله پته او خپل د تلېفون نمبر لیکلي وو.

- زه به یې کور ته دروړم. په کومه ورځ او کوم وخت چې ستاسې زړه وي.

ریښتیا هم، غږ پوست او ګواښونکی و. درګان لا دا سوچ هم وکړ چې کېدای شي د کوم شانتاژ کوونکي غږ وي.

- ښه به وي چې بهر، چېرته سره ووینو.

هڅه یې کوله چې خپله ناراحتي پټه کړي. خو غږ یې، چې ده هڅه کوله چې بې تفاوته یې وښیي، ورته ناڅاپه ترهېدلی غوندې ښکاره شو.

- څنګه چې ستاسې خوښه وي.

یوه چوپتیا.

- حیف دی. زه ستاسې له کور سره نژدې یم. غوښتل مې چې په خپل لاس یې دروسپارم.

درګان له ځان سره فکر وکړ چې هسې نه سړی د بلاک مخکې ولاړ وي او د ده د وتلو انتظار باسي. باید ژر یې ترې ځان خلاص کړی وای.

اخر یې وویل: سبا ، پس له غرمې، به سره ووینو.

- څرنګه چې ستاسې خوښه وي. خو بیا به نو زما د کار له ځای سره نژدې ووینو. د سن لازار د رېل سټېشن څنګ ته.

د تیلېفون د ايښودلو تکل یې وکړ خو بیا یې ځان کابو کړ.

هغه بل وویل: د ارکاد سړک مو لیدلی دی؟ په یوه قهوه خانه کې به سره وګورو. د ارکاد سړک، ۴۲ نمبر. سبا، د مازیګر پر پینځو.

درګان پته ولیکله. ساه یې تازه کړه:

- ډېر ښه، ښاغلیه. سبا، د مازیګر په پینځو، د ارکاد سړک ۴۲ نمبر.

بې له دې چې ځواب ته منتظر شي، تیلېفون یې بند کړ. پښېمانه و چې داسې عجولانه کار یې کړی و خو پړه یې پر ګرمۍ واچوله چې له څو ورځو راهیسې یې پاریس پر سر اخیستی و. د سپتمبر میاشتې لپاره یوه بې ساري ګرمي چې د ده یوازې والی یې لا پسې ګراناوه.

د لمر تر پرېوتو یې دې ته اړ ایسته چې په دې خونه کې پاتې شي. بل، تیلېفون هم د څو میاشتو راهیسې زنګ نه و وهلی. ځان سره یې چورت وواهه چې هغه پر مېز پروت موبایل یې وروستی ځل کله کارولی و؟ سم یې کارولای هم نه شو، هر وار به په تڼیو کې تېرواته.

که نا اشنا سړي تیلېفون نه وای کړی، د کتابچې ورکېدل به یې له یاده وتلي وو. یو وار یې هڅه وکړه چې هغه نومونه چې په کې وو، رایاد کړي. تېره اونۍ یې کوښښ کړی و چې له سره یې جوړه کړي. پر یوه سپینه پاڼه یې یو لست هم جوړ کړی و. یوه شېبه وروسته یې پاڼه څیرې کړې وه.

د داسې چا نوم په کې نه و چې د ده په ژوند کې یې اهمیت درلودلی وي او ده دا اړتیا نه وي حس کړې چې پته او د تیلېفون شمېره یې یاداشت کړي.

ټولې پتې او شمېرې یې په یادو زده وې. په دې کتابچه کې یوازې هغه اړیکې وې چې خلک یې مسلکي بولي او یو دوه داسې پتې هم وې چې سړی فکر کوي چې یوه ورځ به په ښه راشي. تر دېرشو نومونو زیات نه وو. لا په دې کې یو شمېر داسې هم وو چې باید پاک کړي یې وای څکه چې له استعماله وتي وو.

یوازینی شی، چې د کتابچې له ورکېدو یې اندېښنه ورته پیدا کړې وه، دا وو چې ده په کې خپله پته او خپل نوم لیکلي وو. البته ده کولای شول چې هر څه همدلته و دروي او هغه سړی پرېږدي چې د ارکاد سړک په ۴۲ نمبر کې انتظار وباسي. خو بیا به یو څه همداسې ځوړند پاتې وو، لکه یو ګواښ.

هغه ډېر ځله دا خیال پلو وهلی و چې یو ماسپښین به تیلېفون زنګ وهي او یو خوږ غږ به ورسره وعده ږدي. د یو ناول نوم، چې پخوا یې لوستی و، لا هم ورپه یاد و: د لیدلو وختونه. شاید چې د ده لپاره به دا وخت تېر شوی نه و. خو د یوې شېبې مخکې غږ ورته چندان ډاډ ورکوونکی نه ښکارېده. هم پوست، هم ګواښونکي. دا غږ. هو.»

د ناول داستان د همدغې د ادرسونو له کتابچې پیلېږي او لیکوال درګان د دوو ځوانانو له خوا د داسې یوې هېرې ماجرا د سپړلو په چاره کې ښکېل کېږي چې ريښې یې بیا هم د تېر مهال په تیارو کې دي.

د مودیانو د سبک رواني، لنډې، بې تکلفه جملې د کیسې له پرمختګ سره په هر حالت کې مرسته کوي.

ورته مطالب