"رښتيني نه ده چې يوازې ترکيه کوباني کې ځمکني عمليات وکړي"

د انځور حقوق Reuters

له سوريې رپوټونه وايي، چې د امريکا تازه هوايي گوزارونو د اسلامي دولت اورپکي اړکړي، چې د کوباني ښار له هغو برخو په شاه شي، چې د دوى په ولکه کې وي.

د کوباني یوه لوړ رتبه چارواکی وايي د اسلامي دولت جنګیالي له دغه ښاره په شاه تمبول شوي دي. ادریس نسان له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو هوايي بمباریو او د کردي ځواکونو بریدونو د اسلامي دولت اورپکي اړ کړل چې له کوباني ووځي.

"تېره ورځ هغوی د کوباني پر یو ې پر دریمې برخې کنترول درلود خو د هوايي بمباریو او کردي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې اوس هغوی په شاه تمبول شوي او د ښار پر یوې پر دریمې برخې نور کنترول نه لري. هغوی یوازې د کوباني په ختیځ او سوېل ختیځ کې پر ځینو کورونو کنترول لري".

په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ماولیت کاواسوګلو وايي دا به مناسبه نه وي چې ترکیه دې په سوریه کې د اسلامي دولت پرضد یو اړخیز ځمکني عملیات پیل کړي. نوموړي دغه خبره د هغې نیوکې په ځواب کې وکړه چې وايي ترکیه د سوریې په کوباني ښار کې له محاصره شویو کردانو سره د مرستې په خاطر مداخله نه کوي.

په انقره کې د ناټو له نوي سرمنشي جینز سټالټن برګ سره تر خبرو وروسته ښاغلي کاواسوګلو له سوریې سره د ترکیې پر پولې د نه الوت د سیمې د جوړولو ، د بشارالاسد د لري کولو او د امریکا په مشرۍ د ایتلاف له خوا د ځمکنیو ځواکونو د ګومارلو غوښتنه هم وکړه.

"کېدای شي چې یوازې د هوايي بریدونو په مټ د واک انډول بدل شي او د ترهګر سازمان یا اسلامي دولت مخه په لنډ وخت کې ونیول شي. خو د دې لپاره چې په سیمه کې د اسلامي دولت او ترهګر سازمان جرړې په بشپړه توګه وایستل شي یوازې هوايي بریدونه کافي نه دي. د ځمکنیو ځواکونو په ګډون پر ټولو غوراویو باید فکر وشي او د آزادې سوریې پوځ سره مرسته وشي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له خوا د اسلامي دولت پرضد هوايي بریدونه دوام لري او د امریکا د دفاع وزارت وايي هر هغه څه به وکړي چې له مخې یې د اسلامي دولت ډله ونه توانېږي چې د کوباني ښار ونیسي.

د کوباني سیمه ییز چارواکي د هوايي بریدونو هرکلي کوي او وايي چې په تېرو دوو ورځو کې ډېر شوي دي

ورته مطالب