د اېبولا ناروغۍ وژل شویو شمېر له ۴۰۰۰ واوښت

د انځور حقوق v
Image caption لایبېریا، ګېني او سییرالیون هغه هېوادونو ښوول شوي چې د اېبولا ناروغۍ تر نورو ډېر ځپلي

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په ټوله نړۍ کې د اېبولا ناروغۍ له امله د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۰۰۰ اوښتی.

د روغتیا نړیوال سازمان له لوري خپرې شوې تازه شمېرې ښيي چې د دغه مرګوني ویروس له امله تر اوسه ۴۰۲۴ کسان وژل شوي.

لایبېریا، ګېني او سییرالیون هغه هېوادونو ښوول شوي چې د اېبولا ناروغۍ تر نورو ډېر ځپلي.

پر دې سربېره د وینې د اخراج له امله هم په سینیګال کې تر اوسه ۸ او په امریکا کې د یو کس د وژل کېدو رپوټ ورکړل شوی دی.

امریکا ویلي چې د نیویارک په جی اېف کی هوايي ډګر کې یې د اېبولا ناروغانو د پېژندلو په موخه د ناروغانو سکرینېنګ (کمپیوټري معاینه) پیل کړی دی.

په هوايي ډګر کې به د ټولو هغو ناروغانو طبي معاینه کېږي چې له لایبېریا، ګیني او سییرالیون نه امریکا ته راځي.

په طبي معاینه کې د ناروغانو د بدن حرارت مالومېږي او د پوښتنو یوه پاڼه به ځوابوي.

امریکا وايي په راتلونکو څو ورځو کې به د نیویارک په نیویارک، د شېکاګو په اوهیر او د واشنګټن په ډالاس او اټلانټا هوايي ډګرونو کې هم سکریننګ پیلېږي.

امریکا دا پرېکړه وروسته له هغې کړې چې د تیرې چارشنبې په ورځ په ټېکساس ایالت کې د اېبولا په ویروس اخته یو ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې دې ویروس تر اوسه څه باندې ۴۰۰۰ کسان وژلي او د څه باندې ۸۰۰۰ ناروغانو قضیې ثبت شوي دي.

نړۍ باید د اېبولا پر ضد یو موټې شي

د ايبولا په برخه کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ډېوېډ نيبارو خبردارى ورکړى، چې که ټول هېوادونه د دې ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې خپلې هڅې غبرگې نه کړي نو ښايي چې نړۍ د تل لپاره له ايبولا سره ژوند وکړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د وينا پر مهال ښاغلي نيبارو دغه څرگندونې وکړي.

ښاغلى نيبارو وايي په خپل ټول مسلکي ژوند کې يې ترايبولا بله لويه ننگونه نه ده ليدلې:

"ما ۳۵ کاله د عامې روغتیا د ډاکټر په توګه کار کړی، د ډېرو ناروغیو د خپرېدا د مخنیوي په چارو کې ښکیل وم خو په خپل ژوند کې هېڅ کله له داسې یوې ننګونې سره مخامخ شوی نه یم، علت یې دا دی چې دا ناروغي له کلیوالو سیمو نه ښارګوټو او ښارونو ته راغلې ده. دا ناروغي اوس یوازې یوه محدوده سیمه نه رانغاړي بلکې په ټوله سیمه کې خپره ده او ټوله نړۍ اغیزمنوي. دا ناورغي له کنترولېدو دمخه په چټکۍ خپرېږي، موږ باید جدي کار وکړو چې د دې ناروغۍ مخه ونیسو او پرې لاس بري شو"

ملگري ملتونه دارنگه وايي د ايبولا له ناروغۍ سره د مبارزې لپاره يې د يو ميليارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده چې تراوسه پورې يې د څلورمې برخې دورکړې لپاره ژمنې ترلاسه کړې دي.

او د پېسو نړيوال صندوق له وبا سره د مبارزې د بيړني مرکز د جوړولو غوښتنه کړې ده چې راتلونکي کې د ورته وبايي ناروغيو د خپريدا پر مهال په چټکي سره کړکېچ ځپلو هېوادونو ته پېسې ورسوي.

ورته مطالب