کامیرون: بوکو حرام ۲۷ برمته کړي خوشي کړل

د انځور حقوق AFP
Image caption بوکو حرام ۲۷ برمته کړي خوشي کړل

د کامیرون ولسمشر ویلي، د ۱۰ چینایانو په ګډون، بوکو حرام اورپکې ډلې لږترلږه ۲۷ برمته کړي کسان خوشي کړي دي.

په خوشي شویو کې د کامیرون د مرستیال لومړي وزیر امادوا علي مېرمنه هم ده.

د کامیرون ولسمشر پااول بیا ویلي، دغه کسان په تېره مې او جولای میاشتو کې د نایجریا پولې ته نژدې نیول شوي وو، چې اوس ټول رک روغ دي.

بوکو حرام ظاهراً په نایجریا کې د اسلامي دولت د جوړولو نارې وهي، خو جنګیالي یې معمولاً د کامیرون پر پولې هم وراوړي.

په سرحدي ښارونو کې ګڼنایجریایان کامیرون ته د بوکو حرام ډلې له وېرې تښتېدلي.

په دغو سرحدي ښارونو کې د بوکو حرام اورپکې ډلې بریدونه او فعالیتونه ډېر شوي دي.

په تېر جولای کې، کامیرون، نایجریا، چاډ او نیجر هوکړه وکړه چې د بوکو حرام ډلې د ځپلو لپاره یو ۲۸۰۰ کسیزه سیمه ییز قوي ځواک جوړ کړي.

کامیرون په خپلو شمالي سیمو کې نور پوځيان ځای پرځای کړي دي.

د نجونو تښتول

ولسمشر بیا په یوه اعلامیه کې، چې په رادیو کې خپره شوې، ویلي،"۲۷ بندیان،د مې پر ۱۶ په وازه او د جولای پر ۲۷ په کولوفاته سیمو کې تښتول شوي وو، تېره شپه د کامیرون چارواکو ته وسپارل شول."

په خوشي شویو کې لس چینایان، یوه د مرستیال لومړي وزیر امادو علي مېرمن، یو سیمه ییز مذهبي مشر، او د دوی د کورنیو ځینې غړي دي، چې هېڅزیان نه دی ورته اوښتی.

تر اوسه د دغو کسانو د خوشي کېدو د څرنګوالي په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، چې ایا د پیسو مقابل کې خوشي شوي او که کومه بله معامله شوې ده.

په تېر جولای کې، کامیرون وویل، د ښاغلي علي مېرمن او یوه نرسه په کولوفاته کې د دوی پر کور د بوکو حرام اورپکې ډلې په برید کې وتښتول شول.

ښاغلی علي د برید پروخت ګاونډي ښار ته تښتېدلی و.

د بوکو حرام پر وړاندې د نړیوالو پام وروسته تر هغه واوښت، چې څو میاشتې مخکې یې د نایجریا په شمال ختیځ کې د ښوونځي تر ۲۰۰ ډېرې زده کوونکې وتښتولې.

د بوکو حرام پر دې کار نړیوال غبرګونونه وښودل شول.

له دغو نجونو یې ځینې په تېښتې بریالۍ شوې، خو ویل کېږي، چې ګڼې یې لاهم د سمبیسا په بې پایه ځنګلونو کې، چې د نایجریا او کامیرون پرګډه پوله پراته دي، د بوکو حرام تر اسارت لاندې ساتل کېږي.

ورته مطالب