د عراق د انبار د سقوط وېره ده

د انځور حقوق b
Image caption دغه سیمه کې د تېرو دریو اونیو مودې کې داعش وسله والو د پوځ دوه مرکزونه نیولي

عراقي چارواکو له هغه وروسته د سملاسي نړیوالې مداخلې غوښتنه کړې، چې لوېدیځ الانبار ایالت کې اسلامي دولت ډلې وسله والو پر حکومتي ځواکونو د برید کولو ګواښ وکړ.

دغه سیمه کې د تېرو دریو اونیو مودې کې داعش وسله والو د پوځ دوه مرکزونه نیولي او اوس د ایالتي مرکزي ښار رمادي شاوخوا کې هره ورځ نښتې کېږي.

د امریکا په مشرۍ اییتلافي ځواکونو هوايي بریدونو د مهم سترتیژیک بند حدیثه پر لور د وسله والو د یوه پرمختګ مخه نیولې، خو نه دي توانیدلي دغه څپه په شا وتبموي.

امریکايي پوځي چارواکي وايي، الانبار کې حالت 'جدي ' دی، که اسلامي دولت ډله الانبار ونیسي، نو د ترکیې له پولې نیولې، بیا ان د بغداد تر څنډو به یې د ځمکې یوه پراخه برخه کنترول ته ورشي.

بل خوا د داعش ډلې د کوباني ښار ډیری سیمې نیولې دي.

دغې ډلې تیره ورځ د کردي جنګیالیو مرکزونه ونیول او د امریکا په مشرۍ د ائتلاف هوايي بریدونو سره سره يې پرته د ښار له يوې برخې نورې ټولې سیمې کلابندې کړې دي.

یوه امریکايي چارواکي ويلي، ښايي د کوباني له سقوط نه مخنیوی ناممکنه وي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کاترین اشټون د دغې ټولنې، ترکیې او نورو هېوادونو نه د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره د لا زیاتې مرستې غوښتنه کړې.

ورته مطالب