"داعش" ډله د کوباني نيولو ته نژدې شوې

د انځور حقوق Getty

د اسلامي دولت اورپکو له سختو جگړو وروسته د سوريې د کوباني په ښار کې نور پرمختگونه کړي دي.

اورپکو د کوردي جنگياليو د قوماندي مرکزونه نيولي دي او له بهره ښارته ورغلى وروستى سړک يې تړلى دى.

د سوريې لپاره د ملگروملتونو ځانگړي استازي سټيفن دي ميسټورا خبردارى ورکړى چې که د اسلامي دولت اورپکي پر ښار ولکه وکړي نو په عام وژنې به لاس پورې کړي.

ښاغلي ډې ميسټورا پر ترکيې غږ وکړ، چې داو طلبو جنگياليوته اجازه ورکړي چې له خاورې يې سوريې ته واوړي او د کوباني دفاع کې برخه واخلي.

"موږ غواړو چې له ترکیي چارواکو نه غوښتنه وکړو چې لږ ترلږه داوطلبانو ته او د هغوی وسایلو ته اجازه ورکړي چې ښار ته دننه شي او له ځانه په دفاع کې ونډه واخلي او که دوی وکولای شي چې په هر ډول چې وي په خپله سیمه کې د ایتلافي ځواکونو له اقداماتو ملاتړ وکړي"

درې اوونۍ کېږي چې کوباني کې سخته جگړه روانه ده .جگړو کې په سلگونه کسان وژل شوي دي او لسگونه زره نور اړ شوي چې ترکېنې

په همدې حال کې د امريکا ترمشرۍ ټلوالې د داعش پر مرکزونو نور هوايي گوزارونه کړي دي.

خود سپېنې ماڼې يوه چارواکي ويلي دي چې ښايي دغه بمبارۍ ونه شي کړاى چې د اسلامي دولت اورپکو لاس ته د کوباني د کيوتو مخه ونيسي.

په همدې حال کې د اروپايي اتحادېې د بهرنيو اړيکو مسوولې کترين اشتون د داعش ډلې په وړاندې جگړه کې د امريکا ، اروپا اوترکيې ترمنځ د نژدې همکارۍ غوښتنه کړې ده

ورته مطالب