م.م : ټوله نړۍ بايد د ايبولا پرضد يو موټې شي

د انځور حقوق Getty

د ايبولا په برخه کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ډېوېډ نيبارو خبردارى ورکړى،چې که ټول هېوادونه د دې ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې خپلې هڅې غبرگې نه کړي نو ښايي چې نړۍ د تل لپاره له ايبولا سره ژوند وکړي.

د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د وينا پر مهال ښاغلي نيبارو دغه څرگندونې وکړي.

په همدې حال کې د روغتيا نړيوال سازمان اوس د دې پخلى کړى، چې ايبولا تراوسه تر څلور زره ډېر کسان مړه کړي دي چې ډيرى يې لويديځې افريقا کې دي.

ښاغلى نيبارو وايي په خپل ټول مسلکي ژوند کې يې ترايبولا بله لويه ننگونې نه ده ليدلې.

" ما ۳۵ کاله د عامې روغتیا د ډاکټر په توګه کار کړی، د ډېرو ناروغیو د خپرېدا او اوباو د مخنیوي په چارو کې ښکیل وم خو په خپل ژوند کې هېڅ کله له داسې یوې ننګونې سره مخامخ شوی نه یم، علت یې دا دی چې دا ناروغي له کلیوالو سیمو نه ښارګوټو او ښارونو ته راغلې ده. دا ناروغي اوس یوازې یوه محدوده سیمه نه رانغاړي بلکې په ټوله سیمه کې خپره ده او ټوله نړۍ اغیزمنوي. دا ناورغي له کنترولېدو دمخه په چټکۍ خپرېږي، موږ باید جدي کار وکړو چې د دې ناروغۍ مخه ونیسو او پرې لاس بري شو"

ملگري ملتونه دارنگه وايي د ايبولا له ناروغۍ سره د مبارزې لپاره يې د يو ميليارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده چې تراوسه پورې يې د څلورمې برخې دورکړې لپاره ژمنې ترلاسه کړې دي.

او د پېسو نړيوال صندوق له وبا سره د مبارزې د بيړني مرکز د جوړولو غوښتنه کړې ده چې راتلونکي کې د ورته وبايي ناروغيو د خپريدا پر مهال په چټکي سره کړکېچ ځپلو هېوادونو ته پېسې ورسوي.

ورته مطالب