لوېدیځې ښځې ولې "اسلامي دولت" ډلې سره یوځای کیږي؟

د انځور حقوق BBC World Service

د ورکو شویو کسانو لکه د یوه ښوونځي زده کوونکې نجلۍ یسرا حسین، د پوهنتون محصله اقصی محمود او غبرګونې خور يې سلمی او زهرا حلین په اړه وروستیو خبرونو په بریتانیا کې د مسلمانو ښځو د افراطي کېدو په اړه اندېښنې را پیدا کړې دي.

اټکل دی چې شاوخوا ۵۰-۶۰ ښځې له بریتانیا څخه د ترکیې له لارې سورېې ته تللي چې د اسلامي دولت په نامه د افراطي اورپکي غورځنګ سره یوځای شي.

هلته په رسېدو دوی له یو شمېر نورو بهرنیانو سره چې د امریکا، استرالیا، فرانسې، هالینډ، کاناډا، ناروې او سوېډن څخه ورغلي یوځای کېږي. پوښتنه دا ده چې ولې د لوېدیځو هیوادو ښځې هلته ورځي؟

د یسرا حسین قضیه روښانه نه ده چې آیا په ریښتیا تندلارۍ یا بنیادګرۍ ته هڅول شوې وه او سورېې ته تللې ده که نه، خو پولیس باور لري چې همداسې به وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پوهنتون زده کونکې اقصا محمود سورېې ته تللې او د اسلامي دولت ډلې د یوه جنګیالي سره ېې واده کړی دی.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption یوسرا حسین تېره میاشت ورکه شوه. پولیس ګمان کوي چې بنسټپالنې ته له هڅول کېدو وروسته سورېې ته تللې ده.

د دغو مالوماتو نه ښکاري چې ټولنیزو رسنیو پرهغوی ډېر زیات اغېز کړی دی. بنسټپال د ټولنیزو رسنیو د شبکو له لارې دغو ښځو ته مشورې ورکوي، د سفر په اړه ورسره مرسته کوي او د اسلامي دولت ډلې په اړه ورته تبلیغات کوي، او دغه ډله ورته د ډېر ښه اسلامي ژوند او جهاد په توګه معرفي کوي.

په لومړي سر کې یو زیات شمېر ښځې د خپلو مېړونو سره، چې هلته ېې له مخکې نه د اسلامي دولت ډلې لپاره جګړه کوله، د یوځای کېدو په موخه سورېې ته ولاړې.

د مثال په توګه ۲۲ کلنه خدیجه چې د لندن په سوېل کې اوسېدله، په ټویټر کې یې لیکلي و غواړي لومړۍ ښځینه مجاهده اوسي چې یو لوېدیځ یرغمل ووژني. خدیجې سورېې ته د تلو نه مخکې د یو سویډنې سره چې د اسلامي دولت ډلې یو جنګیالی و د واده کولو ژمنه وکړه او بیا سورېې ته لاړه.

"جهادي ناوې"

په دغسې قضیو کې کورنۍ مهم رول لري چې د ښځو د سفر لپاره آسانتیاوې برابروي.

په نورو قضیو کې هغسې چې په دې وروستیو کې ېې راپورونه خپاره شوي، ځینې اینټرنټي شبکې د ښځو د سفر آسانتیاوې برابروي او کله چې ښځې هلته ورسېږي نو د بهرنیو اوسېدونکو سره د هغوی اړیکې ټینګوي. اوسمهال هر څوک کولای شي په ارزانه توګه د نړۍ بیلا بیلو برخو ته سفر وکړي. اینټرنیټي شبکو دا کار اوس لا نور هم آسانه کړی دی.

د مالیزیا یو روغتیايي کارکونکی اوما البارا وايي ستیتوسکوپ مې ترغاړې او کلاشنیکوف مې پر اوږه، شهادت مې تر ټولو ستره آرزو ده.

سوريې ته د "جهادي ناوو" د تلو او د اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو سره د هغوی د ودونو په اړه راپورونه په لوېدیځو رسنیو کې ډېر دي.

د فرانسې ځینې کورنیو چې لوڼې ېې سورېې ته تللي دي داسې ټیلیفوني پیغامونه ترلاسه کړي چې له والدینو ېې غوښتنه کړې د دوی د لوڼو د واده سره موافقه وکړي، او داسې ښکاري چې د نارینه جنګیالیو آنلاین حسابونو ته د ډېر شمېر ښځو له خوا غوښتنې رسېدلي چې واېې غواړي له دوی سره واده وکړي.

د امریکا د ماساچوسټس لوویل پوهنتون کې د تروریزم او امنیتي څېړنو د مرکز کارکونکې میا بلوم وايي ښځو ته د "ماشوم جوړولو فابریکو" په سترګه کتل کېږي، په دې هیله چې " ترټولوسوچه"اسلامي دولت لپاره نوي انسانان وزېږوي.

د "جهادي ناوې" مفهوم د دې کیسې یوازې یوه برخه ده. خو دا په دې مانا نه ده چې دا ځوانې ښځې تش غواړي د ځان لپاره یو مېړه پیدا کړي.

بل اړخ يې هغه نوی خیالي سیاسي فکر دی چې دا ښځې د اسلامي دولت سره د یوځای کېدو لپاره هڅوي. دوی غواړي په جهاد او د نوي اسلامي دولت په جوړولو کې ونډه ولري.

د "اسلامي دولت" ډلې مشر هڅه کړې چې غورځنګ ېې یوازې د جنګیالیو څخه نه وي جوړ شوی، بلکې پر ډاکټرانو، انجینیرانو او معمارانو ېې هم غږ کړی چې د سوچه اسلامي دولت په جوړولو کې له دوی سره برخه واخلي.

تاوتریخوالی او کورنی ژوند

په دې نوي "دولت" کې ښځې راز راز دندې ترسره کوي.

د مثال په توګه د سورېې د رقعه په ښار کې دوی د الخانسا ډلې سره یوځای شوي چې ټوله له ښځو نه جوړه شوې او د اخلاقي "پولیسو ځواک" په توګه کار کوي چې ویل کېږي د یوې بریتانوۍ ښځې له خوا ېې بنسټ ایښودل شوی دی.

د انځور حقوق BBC World Service

د داسې ښځو تصویرونه خپاره شوي چې کلاشینکوف ورسره دی، ځانمرګی واسکټ ېې په تن او د انسان یو پرې شوی سر ېې په لاس کې دی. خو ښځې پخلی او د کور نور کارونه هم کوي، ماشومان ساتي او د ناروغانو پرستاري کوي.

همدا د تاوتریخوالي او کورني ژوند چاره د ډېرو لپاره په زړه پورې ده. یوې مالیزیايي ښځینه روغتیايي کارکونکې په تېرې جنورۍ کې پر خپلې ټویټر پاڼه لیکلي وو چې "ستیتوسکوپ مې پرغاړه او کلاشنیکوف مې پر اوږه. شهادت مې تر ټولو لوړه هیله".

دا هغه سیاسي هڅونکي دي چې مسلمانې ښځې د "اسلامي دولت" ‌‌ډلې پر لور بیايي.

د ساده ګۍ خیالي هیلې

دا انګېرنه چې لوېدیځ دولتونه ځوانو مسلمانانو ته د هېواد د مسلمانو وګړو په توګه د یو هویت احساس او با ارزښته هدف لرونکي ژوند په برابرولو کې پاتې راغلي، د جهادي ښځو په آنلاین څرګندونو کې له ورایه ښکاري.

د مثال په توګه د خدیجې په نامه یوې هالینډي ښځې په سوریه کې د المانیتور په نامه یوې امریکاېې ویب پاڼې ته ویلي:

"ما تل غوښتل چې د یو شرعي نظام لاندې ژوند وکړم. په اروپا کې دا کار هېڅکله ممکن نه دی".

دا ښځې د لوېدیځو ټولنو د ناکامیو په اړه غږېږي. د دوی پر اسلامي مراسمو باندې د محدودیتونو په اړه خبرې کوي. د مثال په توګه په فرانسې کې د حجاب د بندولو یادونه کوي، او پر سیاسي نظام باندې نیوکې لري.

د حیرانتیا وړ خبره ده چې که څه هم د قرآن شریف د ځینو آیتونو یادونه کوي خو داسې ښکاري چې د سورېې د لانجې یا د اسلامي شریعت قانون په اړه کومه ژوره پوهه او مالومات نه لري.

د دغو ښځو په کیسو کې چې د لوېدیځو هیوادو څخه سورېې ته تللي او د اسلامي دولت ډلې سره یوځای شوي، هم سیاسي اوهم شخصي لاملونه شته دي. خو دا هم ښکاري چې د انګیزو یوه برخه ېې د ساده ګۍ خیالي هیلې دي.

ورته مطالب