زرګونه هندیان د "هدهد" توپان له وېرې کډه کېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption هندي چارواکو اوریسا او اندرا پردېش کې ښکاریانو ته ویلي، چې له سمندره لیرې شي

د هند له ختیځ ساحله کابو نیم میلیون کسان د یوه توپان له وېرې له خپلو مېنو ویستل کېږي، چې ټاکل شوې نن (یکشنبه) له سمندره دغو سیمو ته راورسي.

د هند د هوا پېژندنې ادارې د "هدهد" په نامه دغه توپان ډېر سخت بللی او ویلي یې دي، چې د باد سرعت یې په یوه ساعت کې یو سل او پینځه نوي کيلومترو ته رسي.

په اندرا پردېش او اوړیسا ایالتونو کې د ژغورنې مرکزونه جوړ شوي دي.

د دغه ایالت چارواکو ویلي، شاید د نژدې ۳۰۰ زرو نورو هغو کسانو د ایستلو امر وکړي، چې د توپان له ممکنه خطر سره مخامخېدونکي دي.

لومړي وزیر نرېندر مودي تېره ورځ ناوخته په پلازمېنې ډیلي کې په دې تړاو د جوړې شوې یوې ناستې مشري وکړه او د حکومت چمتوالی یې و ارزاوه.

"د تیارسئ امر"

د دې تر څنګ امنیتي ځواکونو ته هم د مرستې په موخه د تیارسئ امر شوی دی.

د هند سمندري ځواکونو یوه چارواکي بهادر سېنګ وویل، پر دوی سربېره د ځمکنیو ځواکونو او د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره هم د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخلي.

د توپان د وېرې د پوهاوي په اړه خبرونه د تېرې جمعې په ورځ خپاره شول.

د هند یادو دوو ایالتونو ته د مرستو رسولو لړۍ پیل شوې ده.

"چارواکي پوره چمتووالی لري"

د هند د هوا پېژندنې ادارې پخپل وروستي راپور کې ویلي، د سمندر وضعیت د شمالي ساحلي اندرا پردېش ایالت په زیاترو برخو کې "استثنایي" دی.

دغې ادارې دا خبرداری هم ورکړی، چې شاید د توپان څپې تر دوو مترو پورې ورسېږي، چې ورسره د ټیټو سیمو د لاندې کېدو وېره شته.

د مرستو د لړۍ لپاره ګومارل شوي هندي چارواکي پرادیپ کومار موهاپاترا ویلي، چارواکي د توپان پر وړاندې هر راز چمتووالی لري:

"چارواکي پوره چمتووالی لري، لوړپوړو چارواکو د اړتیا پروخت د هر راز ګام اخیستو امر کړی، په تېره بیا په هغو سیمو کې چې د خطر له وېرې او د اوبو د لاندې کېدو له خطر سره مخامخېدونکې دي".

د تېرې شنبې پر ماسپښین توپان د هند جنوب ختیځ کې ۳۳۰ کیلومتره مخکې ولاړ.

په ۱۹۹۹ کال کې د هند اوریسا کې یوه ورته لوی توپان تر لسو زرو ډېر کسان ووژل.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په ځینو ټیټو سیمو کې د سمندري توپان څپې نژدې دوه متره لوړې شوې
د انځور حقوق
Image caption معمولاً د هند په ختيځو سمندرغاړو سیمو او بنګله دېش کې د اپریل او نومبر میاشتو ترمنځ توپاني څپې پیدا کېږي، چې مالي او ځاني زیانونه اړوي.

په تېر اکتوبر کې د هند نژدې ۵۰۰ زرو کورونو پرېښودو امر وروسته تر هغه وشو، چې د "فایلین" په نامه د توپان څپې پر اوریسا او اندرا پردېش ولایتونو ورغلې.

معمولاً د هند په ختيځو سمندرغاړو سیمو او بنګله دېش کې د اپریل او نومبر میاشتو ترمنځ توپاني څپې پیدا کېږي، چې مالي او ځاني زیانونه اړوي.

ورته مطالب