بریتانوي پوځیان کردي ځواکونه روزي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بریتانیا د دفاع وزارت وايي بریتانیوي روزونکې به کردي ځواکونو ته د درنو وسلو روزنه ورکړي.

د بریتانیا د دفاع وزارت وايي چې د ۱۲ بریتانوي ځانګړو پوځیانو یوه ډله په عراق کې کردي ځواکونه چې د اسلامي دولت ډلې پرضد جنګېږي روزي.

د دفاع وزارت وايي چې دا پوځیان کردي ځواکونه چې د اسلامي دولت ډلې پرضد جنګېږي د هغو درنو وسلو په برخه کې روزي چې د بریتانیا له خوا پ ورکړل شوې دي.

په پام کې ده چې دغه ۱۲ تنه بریتانیوي پوځیان د عراق په شمال کې د کردانو تر کنترول لاندې سیمه ایربل کې یوه اونۍ تېره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا جټ الوتکې د سپتمبر له میاشتې راهیسې د اسلامي دولت ډلې پرضد په جګړه ییزو ماموریتونو کې هم له قبرس نه ونډه اخلي.

له بریتانیا نه د روزونکو ۱۲ کسیزه ډله په داسې حال کې عراق ته تللې چې د سوریې د کوباني ښار لپاره د اسلامي دولت د ډلې او کردانو ترمینځ سختې نښتې روانې دي.

تېره میاشت د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي و چې کردي ځواکونو ته ۴۰ میله درنې وسلې او په زرګونه مرمۍ ورکوي.

دغه راز د بریتانیا هوايي ځواکونو د نورو هېوادونو له خوا جنګي وسایل هم د عراق شمالي برخو ته لېږدولي دي.

د بریتانیا د دفاع وزارت یوه ویاند عراق ته د روزونکې ډلې د استولو په اړه په څرګندونو کې وویل چې حکومت په دې هکله وار دمخه روښانه کړې وه چې د کردي ځواکونو د روزنې لپاره به دغه ډله استوي.

د بي بي سي د دفاعي چارو خبریال جنتن هید بیلي وايي د پوځي چارو د کارپوهانو دغه ۱۲ کسیزه بریتانوي ډله به په جګړه ییزو ماموریتونو کې ونډه نه لري خو بریتانیا ژمنه کړې چې په راتلوونکو اونیو او میاشتو کې به د عراق د امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې لا پراخه مرسته او ونډه واخلي.

چاودنې

د عراق شمالي بعقوبه کې پر حکومتي ودانیو درو موټربم بریدونو لږترلږه ۲۲ کسان وژلي، چې ډېری یې کردي پیشمرګه ځواکونه دي.

بریدونه د بعقوبې په قره تپه سیمه کې شوي دي.

قره تپه هغه سیمه ده، چې د "اسلامي دولت" د جنګیالیو او عراقي ځواکونو ترمنځ پکې خونړۍ جګړې شوې دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د قره تپې د ښاروال، چې دی هم ټپی شوی، له قوله لیکلي "د چاودنو موخه د راغونډېدو هغه ځای او دفتر و، چې د کردي استخباراتو "اسایش" کارکوونکي او د کردستان د ملي یووالي د ګوند کسان پکې راغونډېدل.

ورته مطالب