د بالیوډ "حیدر" فلم ولې لانجمن دی؟

د انځور حقوق UTV
Image caption د حیدر فلم کیسه د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې ده.

د هندي سینما (بالیوډ) ډایرکټر وېشال بهردواج (حیدر) فلم "د سږ کال تر ټولو مهم فلم" ګڼل شوی دی.

د فلم کیسه د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې ده. په فلم کې شاهد کپور، شردا کپور، تبو او کې کې مینن مرکزي رولونه لوبوي.

په فلم کې په ډېر بریالیتوب سره د هندي کشمیر د ۱۹۹۰ لسیزې وسله وال بغاوت انځور شوی دی.

حیدر یو شاعر دی. کشمیر ته هغه مهال را ستنېږي چې هلته وسله وال بغاوت زور نیولی او ده ته خبر ورکول کېږي چې پلار یې بې درکه شوی او مور یې د ده تره سره اړیکې ټینګې کړې دي.

د فلم کیسه تر ډېره د شاهد (حیدر) پر رول را څرخي. حیدر د خپل پلار د موندلو لپاره پر یوه خطرناکه سفر روان وي او پایله کې د سیمې په سیاست کې ښکېل کړای شي.

هندي کشمیر په ۱۹۹۰ لسیزې کې د تر ټولو ناوړه وسله وال تاوتریخوالي شاهد و. دغه موده کې بیلتون غوښتونکو ډلو د امنیتي ځواکونو سره د هند له واکمنۍ نه د خلاصون په موخه خونړۍ جګړې وکړې.

کشمیر، چې هند او پاکستان دواړه پرې دعوه کوي، د سویلي اسیا د دغو دوو سیالو هېوادونو تر منځ له ۶۰ کلونو راهیسې د لانجې اصلي لامل دی. دواړو هېوادونو د کشمیر پر سر تر اوسه دوه جګړې او یوه محدوده شخړه کړې ده.

د انځور حقوق UTV
Image caption منتقدینو په حیدر فلم کې د شاهد کپور د هنر ستاینه کړې ده.

هند تل پر پاکستان تور پورې کړې چې د دوی په کورنیو مسلو کې لاسوهنه او د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

خو د بهردواج حیدر فلم تر ډېره د دغو دواړو ګاونډیو هېوادونو له تربګنۍ ځان لرې ساتلی او پر ځای یې خپل پام په هندي کشمیر کې د ادعا شوي بشري حقونو د سرغړاوي مسلې ته را ګرځولی دی.

فعالین ډېر ځله پر امنیتي ځواکونو په نا قانوني توقیف ځایونو کې د ځايي ځوانانو د ربړونې او تښتونې تورونه پورې کوي، خو پوځ تل دغه ډول تورونه رد کړې دي.

جسون برکې د ګارډین په ورځپاڼه کې لیکي چې "حیدر فلم د هندي پوځ په توقیف ځایونو کې د هندي چارواکو په لاس د ربړونو او بشري حقونو سرغړاویو ځینې ځورونکې صحنې ښیي".

د فلمي نړۍ کارپوهانو او د بهردواج مینه والو په فلم کې د ده له لورې په زړه ورتیا سره د حقایقو ښودلو ستاینه کړې ده.

ډېر شنونکي په دې اند دي چې د کشمیر د مسلې پر سر جوړ شوي د هندي سینما پخواني فلمونه تر ډېره د اصلي مسلو په انځورولو کې پاتې راغلي خو حیدر هڅه کړې چې دغه تشه ډکه کړي.

(هندو) ورځپاڼه لیکي: "د حیدر په څېر فلم جوړول یو اندازه جرات، همت او هنر غواړي".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption شاهد کپور او شردا کپور په فلم کې مرکزي رول لوبولی.

ورځپاڼه وايي: "دې کې شک نه شته چې د نا درکه شویو کسانو ډله ایز قبرونه موندل شوي دي".

د (فرسټ پوسټ) ورځپاڼه کې خپور شوی یو مطلب وايي: "د کشمیر د نا ارامه سیاسي حقیقت انځورول" یو ستره ننګونه ده ځکه "دغه مسله د کشمیر او هند د خلکو تر منځ د لانجې اصلي لامل دی".

کشمیر اوس هم په عصري هند کې تر ټولو لانجمنه سیاسي موضوع ده او دلته د خلکو تر منځ قوي احساسات را پاروي.

ځینو خلکو د بهردواج د دغه فلم په اړه منفي غبرګون ښودلی ځکه د دوی په وینا فلم کې "د هند امنیتي ځواکونه په نا سم ډول انځور شوې دي".

خو بهردواج د خپل فلم د کیسې دفاع کړې ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption وېشال بهردواج د خپل فلم د کیسې دفاع کړې ده.

نوموړی وايي: "زه هم هندی یم، زه هم وطنپال یم، زه هم له خپل ملت سره مینه لرم. نو زه به د ملت پر ضد هېڅ کار و نه کړم. خو هغه څه چې د بشر ضد دي، زه به د هغې په اړه حتما خپل نظر څرګندوم".

هند کې د ټویټر کارونکي د دغه فلم په اړه وېشلي نظرونه لري. د دوی احساسات په دوو سیالو هشټګونو کې انځور شوي دي.

د (بایکاټ حیدر) یا (حیدر سره پرېکون وکړئ) پر هشټګ له جمعې ورځې راهیسې ۷۵،۰۰۰ ټویټونه شوي دي.

خو نور بیا حیدر ته په هند کې د ریښتني سینما د واقعي انځور په سترګه ګوري. د (حیدر ټرو سینما) یا (حیدر ریښتینې سینما) هشټګ له جمعې ورځې راهیسې د ۴۵،۰۰۰ نه د ډېرو ټویټونو پام ځان ته را اړولی دی.

د فلم د کیسې پر سر له لانجې سر بېره، ځینې شنونکي وايي دا فلم ښیي چې هند له تعصبه د لرې کېدو په حالت کې دی او اوس په خلکو کې د حساسو موضوعاګانو د زغملو توان زیات شوی دی.

د هند د نړیوالو چارو د کونسل مشر شنونکی ډاکټر زاکر حسین وايي:

"د ډېموکراتیکو اصلونو له پیاوړي کېدو سره به په هېواد کې دغه ډول فلمونه نور هم جوړ شي او د خلکو پوهاوی به لوړ شي. په دغه لور حیدر لومړی ګام دی".

ورته مطالب