د شمالي کوریا واکمن ''په عام محضر کې څرګند شو''

د انځور حقوق AFP
Image caption تر دې وړاندې د کیم جونګ اون د روغتیايي حالت په اړه شکونه را پورته شوي وو

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس وايي، د دغه هېواد واکمن کېم جونګ اون د سپتمبر له درېمې نېټې راهیسې د لومړي ځل لپاره په عام محضر کې را څرګند شوی دی.

د دغه اژانس په خبره، ښاغلي کېم د ساینسپوهانو لپاره د یوې نوې جوړې شوې مېنې لیدنه کړې او اړوندو چارواکو ته یې یو شمېر لارښوونې کړې دي.

تر دې وړاندې د نوموړي د روغتیايي حالت په اړه شکونه را پورته شوي وو.

د شمالي کوریا روډونګ سینمون په نامه دولتي ورځپاڼې د ښاغلي کېم ګڼ انځورونه خپاره کړي، چې نوموړی پکې امسا په لاس ښوول کېږي او د یادې شوې نوې جوړې شوې مېنې لیدنه کوي.

د دغه دوه دېرش کلن هېواد مشر د ورکېدو له امله تر دې وړاندې د نوموړي د ناسم روغتیايي حالت په اړه بېلابېلې ګنګوسې خپرې شوې وې.

ځینو آن ویل، چې نوموړی ښايي نور د دغه کمونېست دولت واک په لاس کې نه لري. خو په دولتي ورځپاڼه کې خپرو شویو انځورونو کې ښاغلی کېم په داسې ډول ښوول شوی، چې ګواکې وضعیت یې ښه دی.

د شمالي کوریا رسمي رسنیو له عام محضره د ده د په څنګ کېدلو لامل شخصي نارامي بللې وه. د یکشنبې په ورځ په لندن کې د دغه هېواد سفیر بي بي سي ته ویلي وو، چې د ښاغلي کېم روغتیايي حالت ښه دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption له عام محضره د ورکېدو پر مهال ښاغلی کېم د لوړې کچې دوو تر سره شویو مراسمو کې ناسوب و
د انځور حقوق AFP
Image caption د شمالي کوریا یوې ورځپاڼې د کېم جونګ اون ځینې انځورونه خپاره کړي دي

د سوېلي کوریا په پلازمېنې سیول کې د بي بي سي خبریال سټیف ایوانز وايي، دا چې دولتي رسنیو د ښاغلي کېم په اړه د اوازو د ختمولو لپاره د نوموړي په اړه څرګندونې کړې او د هغه انځورونه یې خپاره کړي، د دې ښکارندويي کوي چې دی د کومې کودتا ښکار شوی نه دی.

د شمالي کوریا د رسمي خبري اژانس په وینا، ښاغلي کېم همداراز د دغه هېواد د علومو اکاډمۍ د انرژۍ د ملي انسټیټیوټ کتنه هم کړې ده. که څه هم دا خبرونه د سه شنبې په ورځ خپاره شوي، خو دا پکې نه دي ویل شوي، چې نوموړی یادو شویو ځایونو ته کله ورغلی.

له عام محضره د ورکېدو پر مهال ښاغلی کېم د لوړې کچې دوو تر سره شویو مراسمو کې ناسوب و، چې یوه د اکتوبر په لسمه د کوریا د کارګر ګوند د جوړېدو کلیزه وه او بله د سپتمبر نهمه د شمالي کوریا د دولت د بنسټ اېښودنې ورځ وه.

شنونکي وايي، دا دواړه داسې ورځې دي، چې له دغه هېواد مشره پکې د راڅرګندېدلو تمه کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي کېم په ۲۰۱۳ کال کې د خپلې ترور خاوند چانګ سانګ تایک له دې کبله اعدام کړ، چې د دولتي رسنیو په خبره د کودتا هڅه یې کوله
د انځور حقوق Reuters
Image caption کېم په ۲۰۱۲ کال کې له یوه لوړپوړي پوځي ادلون بدلون وروسته مارشال شو

کېم جونګ اون د ۲۰۱۱ کال په دسمبر کې د نوموړي د پلار کېم جونګ ایل له مرګه وروسته واک ته ورسېد او په سملاسي توګه د ګوند، دولت او پوځ مشر ونومول شو.

نوموړی په ۲۰۱۲ کال کې له یوه لوړپوړي پوځي ادلون بدلون وروسته مارشال شو.

ښاغلي کېم په ۲۰۱۳ کال کې د خپلې ترور خاوند چانګ سانګ تایک له دې کبله اعدام کړ، چې د دولتي رسنیو په خبره د کودتا هڅه یې کوله.

ورته مطالب