شیعه ملېشو "عراقي سُنیان وژلي"

د انځور حقوق EPA
Image caption امنسټي خپل راپور په عراق کې د بېلابېلو مرکو پر بنسټ جوړ کړی

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په عراق کې شیعه ملېشو، چې د حکومت لخوا یې ملاتړ کېږي، د سني ولسي وګړو پر وړاندې جنګي جرمونه تر سره کړي دي.

"امنسټي انټرنېشنل" پخپل راپور کې لیکي، چې ظاهراً شیعه ملېشو دا کار د "اسلامي دولت" سخت دریځې ډلې د کړنو د غچ اخیستو په غبرګون کې کړی دی.

په راپور کې راغلي "شیعه ملېشې، چې له "اسلامي دولت" سره جنګېږي، د عراقي حکومت په ملاتړ په وسلو سمبال شوي او ټینګه ساتنه یې کېږي".

د عراق نوي لومړي وزیر حیدرالعبادي، چې تېره میاشت واک ته ورسېد، منلې ده، چې امنیتي ځواکونو بشري سرغړونې کړې دي.

عبادي په مستقیم ډول د بښنې نړیوال سازمان راپور ته اشاره نه ده کړې، خو ویلي یې دي، چې عراق د "اسلامي دولت" ضد جګړه کې شاید د "ډېر وخت لپاره" ښکېل پاتې شي.

د نوموړي په وینا، حکومت به یې د عراقي وګړو پر "مشروع شکایتونو" غور وکړي، چې ظاهراً یې اشاره سُنیانو ته وه.

د ایزیدیانو غلامي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption امنسټي وايي، شیعه په تېر جولای کې ملېشو له سامراء سُنې مېشت ښاره ۱۷۰ عراقيان تښتولي او بیا یې وژلي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بښنې نړیوال سازمان له عراقي حکومت د ملېشو د بې وسلې کولو غوښتنه کړې

په عراق کې د شیعه ملېشو پرضد دا تورونه دوه ورځې وروسته تر هغه لګول شوي، چې "اسلامي دولت" ډلې د "دابق" په نامه د خپلې مجلې په وروستۍ ګڼه کې ویلي وو، چې نیول شوې ایزیدي ښځې او ماشومان یې وینځې او غلامان ګرځولي دي.

په مجله کې راغلي چې داعش دغه ماشومان او ښځې د عراق له شمالي سنجار ښار څېرمه سیمو بېولي، چې په وینا یې د "شریعت د احکامو له مخې" یې د "اسلامي دولت" پر جنګیېدونکو جنګیالیو وېشلي دي.

مجله دا هم وايي چې ځینې ښځې بیا وروسته "پلورل" شوې دي.

د بښنې د نړیوال سازمان د راپور له مخې، چې په عراق کې یې د تېر اګست او سپتمبر میاشتو پرمهال جوړ کړی، وايي، په بغداد، سامراء او کرکوک ښارونو کې د عراقي ملېشو له خوا له لږکیو او ځینو قومونو سره ډېر ناوړه چلند شوی.

راپور وايي د لسګونو کسانو ناپېژندل شوي مړي یې په داسې حالت کې موندلي، چې لاسونه یې تړل شوي، او پر سر ډزې ورباندې شوې، چې تر ډېره په ډله ییز ډول اعدام شوي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption امنسټي عراقي حکومت د شیعه ملېشو په لاسنیوي او حمایت تورن کړی

امنسټي زیاتوي، شیعه ملېشو په تېر جولای میاشت کې ۱۷۰ عراقیان د بغداد په شمال کې له سامراء سُني مېشت ښار نه تښتولي وو، تر ۳۰ تښتول شوي کسان له خپلو کورونو ایستل شوي بیا په مرمیو ویشتل شوي، او مړي یې د تښتونې له سیمې لیرې غورځول شوي.

"ړوند غچ"

د بښنې نړیوال سازمان دا هم وايي، په شیعه ملېشو کې "د اهل الحق ډله"، "د بدر ډله"، د "مهدي پوځ" او د "حزب الله ډله" شامل دي، چې د "اسلامي دولت" ډلې د شاتګ پرمهال دوی له عراقي پوځ سره ډېرې وسلې ترلاسه کړې او قوي شوي دي.

خبریالان وايي "د "اسلامي دولت" پرضد جګړه پوځ نه بلکې ملېشو مخته بېلوې ده، ځکه چې له دوی سره زیات شمېر رضاکاره جنګیالي یوځای شوي دي".

د یاد راپور پربنسټ، لسګونه زره ملېشې د عراقي پوځ له یونیفورم ګټه اخلي، خو پر پوځي معیارونو او اصولو برابر له خلکو سره کړه وړه نه کوي، او نه هم کوم رسمي مشر او مسؤول کس لري".

په راپور کې د هغو عراقي چارواکو څرګندونې هم راغلې، چې د نومونو له ښوولو یې ډډه کړې، خو ټینګار یې دا دی چې "زیاترو ملېشو سُنیان تښتولي؛ ځکه چې په اسانۍ سره پر سُنیانو د ترهګرو ټاپې وهل کېدې، او هېچا هم د دغې موضوع پرضد خپل غږ نه شوای پورته کولی".

یوه بل عراقي چارواکي ویلي "سُنیانو ته د ترهګرۍ د ملاتړو په سترګه کتل کېږي، چې زیاتره یې د "ړانده غچ" اخیستو قرباني شوي دي".

د بښنې نړیوال سازمان له عراقي حکومت ددغو ملېشو د بې وسلې کولو او پر دوی د قانون د تطبیقولو غوښتنه کړې ده.