بریتانوي پارلمان د فلسطین خپلواک دولت ملاتړ کړی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بریتانیا پارلمان مخې ته د فلسطیني حکومت یو پلوی

د بریتانوي حکومت وزیرانو په دغې سیمبولیکې رایې اچونې کې له ګډونه درېغ کړی او تر ډېره داسې ښکاري چې د فلسطین په رسمیت پېژندلو تګلارې کې به بدلون را نه شي.

خو د بي بي سي د برتانوي چارو خبریال راب واټسن وايي، د دغې غوښتنې ملاتړ د هغې پراخې ستونزې د شتوالي ښکارندويي کوي، چې د اروپا په ډېرو برخو کې یې سیاسي او عامه افکار له اسرایلو سره لري.

له اسرایلو سره دا ډول مخالفت د غزې د وروستي کړکېچ له کبله نور هم زیات شوی دی.

د دغې رایې اچونې وړاندیز د کارګر ګوند د یوه پارلماني استازي لخوا شوی و، چې په وینا یې د برتانوي پارلمان لپاره مهمه ده، چې د منځني ختیځ د کړکېچ په اړه د عامه ګټو استازیتوب وکړي.

د خپلواک فلسطیني حکومت په رسمیت پېژندلو د ملاتړ لپاره د بریتانوي پارلمان ۲۷۴ غړو د ملاتړ او ۱۲ نورو د رد رایې ورکړې.

حکومتي وزیرانو د رای اچونې په دې لړۍ کې ګډون ونه کړ.

د بهرنیو چارو پخواني وزیر مالکوم ریفکینډ، چې پارلمان کې د محافظه کارو د ګوند غړی دی، وویل چې "دا به ډېر وختي وي چې د فلسطین حکومت په رسمیت وپېژندل شي؛ ځکه چې فلسطین لا تر اوسه یو دولت نه دی."

نوموړي دا هم ویلي چې "فلسطین پخپله نه یوازې د اسرائیلو له کبله سره وېشل شوی، بلکې د حماس او فتح ډلو ترمنځ د اختلاف له امله".

"خامه پرېکړه"

د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون تر رای اچونې مخکې ویلي وو، چې د رایو پایله به د حکومت پر تګلارې کوم اغېز ونه کړي.

بریتانیا فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت نه پېژني.

خو د منځني ختيځ د چارو وزیر توبیا الووډ وویلي، بریتانیا حق لري چې فلسطین د یوه دولت په توګه وپېژني، خو په دې شرط چې دا کار "د سولې له بهیر سره مناسب وي".

د انځور حقوق
Image caption د خپلواک فلسطیني حکومت په رسمیت پېژندلو د ملاتړ لپاره د بریتانوي پارلمان ۲۷۴ غړو د ملاتړ او ۱۲ نورو د رد رایې ورکړې.
د انځور حقوق AFP
Image caption فلسطینیان د یوه خپلواک حکومت راتلو ته سترګې پر لاره دي

وتلي وکیل ګیرالد کوفمان وویل "د فلسطینیانو ضد د اسرائیلو سخت دریځی سیاست په نړۍ کې د یهودانو لپاره هېڅ ګټه نه شي رسولی".

نوموړي د اسرائیلو له لوري کړنې له یهودیت سره ناتړلې وبللې، چې په وینا یې اسرائیلو "د یهودیت انځور ته زیان اړولی دی".

هغه تر رای اچونې مخکې د بحث پرمهال وویل "د سامیانو پرضد د دښمنانه دریځ خپرېدل ډېر شوي، غواړم دا چاره پای ته ورسېږي. غواړم فلسطین د یوه حکومت په بڼه وګورم".

سویډن په اروپا کې هغه لومړی هېواد دی، چې د فلسطیني حکومت په رسمیت پېژندلو کې یې رسماً خپل هوډ ښودلی.

سویډن له هغو ۱۰۰ نورو هېوادونو سره ملګری شوی، چې فلسطین په رسمیت پېژني.

د سویډني حکومت دې پرېکړې د اسرائیلو دښمنانه غوسه راپارولې ده، د امریکا متحدو ایالتونو هم پر سویډن نیوکه کړې چې ګني دا یوه "خامه پرېکړه" ده.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په ۲۰۱۲ کال، فلسطین ته پخپله اسمبلۍ کې د " څارونکي دولت" په توګه حق ورکړ، خو بریتانیا هغه مهال له ۴۰ نورو حکومتونو سره ددغه حق د ورکولو په اړه په رای اچونه کې برخه وانخیسته.

ورته مطالب