اوباما: د "اسلامي دولت" ضد جګړه اوږدمهال غواړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د نړۍ له څه باندې ۲۰ هېوادونو له پوځي مشرانو سره د اوباما غونډه د واشنګټن په څنډه اندروز هوايي اډه کې جوړه شوې وه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، د "اسلامي دولت" پرضد جګړه او ددغې ډلې ختمول اوږدمهال ته اړتیا لري.

نوموړي په خپلو دغو څرګندونو کې د عراق په انبار ولایت کې هم د "اسلامي دولت" ډلې پر پرمختګ اندېښنه څرګنده کړې.

په دې غونډې کې تر شلو زیاتو هېوادونو لوړپوړو پوځي قوماندانانو ګډون کړی و.

نوموړي واشنګټن ته نژدې جوړې شوې دغې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې د "اسلامي دولت" ډلې پر ضد مبارزه به اوږدمهالې وي او په وینا یې په شاتګ او پرمختګ دواړه به پکې شامل وي. نوموړي ټینګار کړی، چې دغه مبارزه یوازې له پوځي لارې پر مخ نشي تلای:

"د دې خبرې یقیني کول به ډېر مهم وي، چې هغه ژمنې چې د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي د پراخ بنسټه ادارې د جوړولو لپاره کړې په یوه ریښتیني پرمختګ بدلې شي. په دې برخه کې موږ ته پکار دي، چې په سوریې کې د حکومت منځلاري مخالفین تقویه کړو. له دې لارې به وکولای شو، چې په سوریه کې د ټولو خلکو لپاره یو مشروعیت او ښه حکومت رامنځته کړو".

تر دې وړاندې له "اسلامي دولت" سره په جګړه کې ښکېلو کوردي جنګیالیو ویلي، چې د کوباني ښارګوټي په لوېدیځ کې یې د تل شایر په نامه یوه مهمه ستراتېژیکه غونډۍ بېرته نیولې ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption واشنګټن په وروستیو ورځو کې د کوباني شاوخوا بمبار ډېر کړی

د "اسلامي دولت" ډلې وسله والو له ترکیې سره پر پوله دا ښارګوټی له تېرې کابو یوې میاشتې راهیسې کلابند کړی، چې شاوخوا لس ورځې وړاندې یې دغه غونډۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې وه.

کردي جنګیالیو دغه پرمختګ د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له وروستیو درنو هوايي بریدونو وروسته کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت، پېنټاګون ویلي، چې په کوباني کې د "اسلامي دولت" ډلې پر جنګیالیو وروستي تر سره شوي هوايي بریدونه تر اوسه تر ټولو لوی و.

له بله پلوه، سوریې ته د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې پخواني ځانګړي استازي لخدر براهیمي ویلي، چې ایران باید د هر هغه سیاسي او پوځي ګام برخه وي، چې په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د پرمختګ د مخنیوي لپاره پورته کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption زرګونه سوري وګړي له کوباني د 'اسلامي دولت' د بریدونو له وېرې تښتېدلي

نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، چې ایران په عراق کې تر امریکا ډېر اغېز لري او ټینګار یې کړی، چې د عراق او سوریې د کړکېچ د اواري لپاره یوه سیمه ییز حل ته اړتیا ده.

نوموړي همدراز ویلي، چې ده په اپرېل میاشتې کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په عراق کې د "اسلامي دولت" ډلې لخوا د را پورته کېدونکي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و، خو په وینا یې د ده خبرداری بابیزه ګڼل شوی و.

نوموړي د روان کال په می میاشتې کې له خپلې دندې استعفا کړې وه.

ورته مطالب