هانګ کانګ حکومت احتجاجیانو سره "خبرو ته چمتو" دی

د انځور حقوق AFP
Image caption په پیل کې زرګونه کسان د احتجاج په ډول سړکونو ته راوتلي وو خو په تېرو څو ورځو کې یې شمېر کم شوی دی.

د هانګ کانګ حکومت اجرایوي مشر سي وای لینګ ویلي چې دوی راتلونکې اوونۍ د احتجاجي زده کونکو سره خبرو اترو ته چمتو دي.

نوموړي دغه څرګندونې د پولیسو او احتجاجیانو تر منځ حکومتي ودانیو ته نږدې پر یوه عمومي سړک له اخو ډب وروسته کړې دي.

ښاغلي لینګ ویلي روانه اوونۍ چارواکو د منځګړو له لارې له زده کونکو سره خبرې اترې کړې دي.

احتجاجونه هغه مهال پیل شول چې د چین حکومت داسې یو قانون وضع کړ چې له مخې یې یو شمېر خلک د ۲۰۱۷ کال د هانګ کانګ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون نه شي کولی.

زیاتېدونکی کړکېچ

دا د احتجاجونو درېیمه اوونۍ ده. احتجاجیانو د ښار مهمې برخې نیولې دي.

دوی غواړي له دې لارې د سیاسي اصلاحاتو، په بشپړ ډول د ازاده ټاکنو په شمول، لپاره پر چارواکو فشار راوړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ډېری احتجاجیان وايي دوی هغه مهال سیمې ته ولاړل چې پر ویډیو یې یو پولیس د یوه بې وسلې احتجاجي پر وهلو ولید.

په پیل کې زرګونه کسان د احتجاج په ډول سړکونو ته راوتلي وو خو په تېرو څو ورځو کې یې شمېر کم شوی دی.

ښاغلي لینګ خبریالانو ته وویل:

"په تېرو څو ورځو کې د منځګړو په مرسته موږ زده کونکو ته پیغام واستوه چې غواړو دوی سره خبرې اترې وکړو".

نوموړي وویل چارواکي به د قانون پر بنسټ او ژر تر ژره په هانګ کانګ کې د نظم راوستلو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

ده زیاته کړه چې چین به له خپلې هغې پرېکړې چې له مخې یې دوی د هانګ کانګ په ټاکنو کې د یوه ځانګړي نوماند غوښتنلیک ردولی شي، په شا نه شي.

تېره اوونۍ چارواکو له زده کونکو سره خبرې اترې ځنډولې وې ځکه د دوی په وینا احتجاجیانو د ښار مهمې سیمې نیولې وې او په داسې حالت کې رغنده خبرې شونې نه وې.

پلټنې پیل شوې

په تېرو دوو ورځو کې د دواړو لورو تر منځ کړکېچ زیات شوی.

د دواړو لورو تر منځ د اجرایوي مشر د کار ځای تر څنګ د یو مهم سړک د نیولو لپاره سختې نښتې شوې دي.

ډېری احتجاجیان وايي دوی هغه مهال سیمې ته ولاړل چې پر ویډیو یې یو پولیس د یوه بې وسلې احتجاجي پر وهلو ولید.

دغې ویډیو د عامه خلکو غوصه را وپاروله خو ښاغلي لینګ وویل: "موږ باید دغه پېښې ته سیاسي رنګ ور نه کړو".

امریکا د دغې پېښې په تړاو د چټکو، رڼو او بشپړو پلټنو غږ کړی دی.

پولیسو د پنجشنبې پر ورځ وویل د ادعا شوي وهلو ټکولو ویډیو د پلټنو تر بشپړېدو د ۷ پولیسو دندې ځنډول شوې دي.

ورته مطالب