سروې ښيي ډېری ځوانان پر انټرنټ روږدي شوي

Image caption پخوانۍ سروې ګانې ښيي چې پر انټرنټ روږدي کېدل د نشه یي توکو او شرابو روږدي کېدو ته ورته حالت دی او د انسان په بدن کې په عین ډول د ډوپامین کیمیاوي ماده پیدا کوي.

د یوې سروې پر بنسټ ویل شوي چې ډېری ځوانان ښايي پر انټرنټ د روږدېدو ستونزه ولري.

د ۱۳۰۰ ځوانانو سروې چې د ډیجیټل کلرېټي شرکت له خوا تر سره شوې، موندلې چې د ۱۸ او ۲۵ کلونو تر منځ ځوانانو ۱۶ سلنه یې پر انټرنټ روږدي دي.

د دغې ۱۶ سلنې له ډلې نږدې ټولو ځوانانو منلې چې هره ورځ له ۱۵ ساعتونو زیات وخت انلاین وي.

کارپوهان په دې اړه چې پر انټرنټ روږدېدل یوه جدي ستونزه ده، وېشلي نظرونه لري.

سروې پر انټرنټ روږدېدو لپاره پنځه نښې ټاکلي:

  • ساعتونه انلاین فعالیت
  • د انټرنټ کارونې پر مهال د نورو له مداخلې نا ارامېدل
  • په انلاین له څو ساعته فعالیت وروسته ځان ملامت ګڼل
  • په انلاین کې له اندازې نه د ډېر وخت تېرولو له کبله له کورنۍ او ملګرو لرې کېدل
  • د انلاین پر مهال د ډېرې خوښې احساس او د افلاین کېدو پر وخت د وېرې احساس.

د انګلستان د مېډلسکس سیمې یوه زده کونکې ملیسا سکاټ فکر کوي چې پر انټرنټ د روږدېدو ستونزه لري.

نوموړې وايي: "زه نږدې ټوله ورځ انلاین یم او که انټرنټ ته لاسرسی و نه لرم نو ځان ناروغه او خپه احساسوم".

"زه پوهېږم چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې حالت زما له کنتروله بهر شوی او دې چارې له کورنۍ او ملګرو سره زما پر اړیکو هم ناوړه اغېز کړی دی".

پخوانۍ سروې ګانې ښيي چې پر انټرنټ روږدي کېدل د نشه یي توکو او شرابو روږدي کېدو ته ورته حالت دی او د انسان په بدن کې په عین ډول د ډوپامین کیمیاوي ماده پیدا کوي.

خو ځینې ارواپوهان بیا باور لري چې پر انټرنټ روږدېدل ښايي د نورو اروايي او روحي ستونزو نښې نښانې وي.

ډاکټر انډریو ډون په دې اند دی چې پر انټرنټ روږدېدل یوه واقعي ستونزه ده.

نوموړي په یوې مقالې کې د ګوګل ګلاس پر انټرنیټي سیستم د یو کس د روږدېدو په اړه لیکنه کړې ده.

دی وايي د امریکا د بحري ځواک یو ۳۱ کلن چارواکی د ګوګل ګلاس پر انټرنیټي سیستم د روږدېدو له کبله د درملنې لپاره مراجعه کړې وه.

د درملنې پر مهال نوموړي کس وویل چې د ګوګل ګلاس په نه شتون کې د ناارامۍ احساس او له خلکو سره بې ځایه استدلال کوي.

دی وايي چې په ورځ کې يې تر ۱۸ ساعتونو پورې د ګوګل ګلاس له انټرنیټي سیستم نه کار اخیستی او ان په خوب کې هم همدا سیستم ویني.

ډاکټر ډون وايي دغه قضیه ثابتوي چې پر انټرنټ روږدېدل یوه جدي ستونزه ده.

ورته مطالب