اپل شرکت تر ټولو نری تابلېت معرفي کړ

Image caption په نوي تابلېټ کې د وایفای یو نوی چېپ ځای پر ځای شوی چې الې ته په لا چټک ډول د اڼترنټي موادو د راښکته کولو وړتیا ورکوي.

اپل شرکت د خپل تابلېت نوې بڼه (ایپاډ اېر ۲) چې وايي په بازار کې تر ټولو نری تابلېت دی معرفي کړ.

د دغه تابلېت پنډوالی ۶،۱ ملي متره دی او کارونکي یې د ګوتې لګولو له لارې چالانولی شي.

په لومړي ځل تابلېت ته د انعکاس ضد پوخ ورکړل شوی او پروسیسر یې هم له پخوانیو بڼو په پرتلیز ډول چټک دی.

خو ځینې شنونکي په دې باور دي چې ښايي دغه نوی تولید بازار کې د اپل د خرڅلاو پر ضعیف حالت کوم اغېز و نه لري.

ویل کېږي د دغه نوي تولید ځینې جزئیات د چارشنبې پر ورځ د اپل شرکت له خوا په تېروتنې خپاره شوي دي.

شمېرې ښيي سږ کال د اپریل او جون میاشتو تر منځ اپل ۱۳،۳ میلیون ایپاډونه پلورلي دي چې د تېر کال په پرتله یې خرڅلاو کې د ۹ سلنې کمې ښيي.

خو د ایفونونو او مک کمپیوټرونو خرڅلاو کې یې زیاتوالی راغلی دی.

د بازار موندنې څېړنیزه ډله وايي چې د اپل ایپاډونه اوس هم د بازار د تابلېتونو په ډله کې خپل شهرت لري خو ونډې یې له ۳۳ سلنې ۲۶،۹ سلنې ته راټیټې شوې دي.

یوه کارپوه جېتیش اورباني ویلي څه موده مخکې د ۵،۵ انچه سکرین ایفون ۶ پلس چې د ایپاډ ډېری ځانګړتیاوې په کې نغښتي، ښايي د تابلېتونو او ایپاډونو تقاضا نوره هم کمه کړي.

ښاغلي اورباني وویل: "دا چې اپل ستر ایفونونه معرفي کړل نو اوس باید کوچنیو ایپاډونو ته د بېل بازار په لټه کې شي".

خو د اپل شرکت اجرایوي مشر ټېم کوک پانګوالو ته وویل هغه اوس هم په دې باور لري چې تابلېتونه به بازار کې خپل ځانګړی ځای وساتي.

د نوي ایپاډ نورو ځانګړتیاو کې د الې تر شا اته پکسله کمره چې د ۱۲۰ فرېمه ورو ویډیوګانو ثبتولو وړتیا لري شامله ده.

د دې تر څنګ په نوي ایپاډ کې د وایفای یو نوی چېپ ځای پر ځای شوی چې الې ته په لا چټک ډول د اڼترنټي موادو د راښکته کولو وړتیا ورکوي.

مینه وال کولی شي دغه نوی تابلېت راتلونکې اوونۍ له بازاره د پخواني تابلېت په بیه وپېري.