له قبر نه د انا تیلیفوني پیغام

Image caption شیري اېمرسن وايي چې خپلې انا ته په تیلیفوني پیغام لېږلو د ارامۍ احساس کوي.

د بریتانیې د ساوت شیلډز ښار اوسېدونکې شیري اېمرسن هغه مهال ټکان وخوړ چې د انا له مړینې درې کاله وروسته یې له هغې پر موبایل یو پیغام تر لاسه کړ.

کله چې لیزلي اېمرسن په ۲۰۱۱ کال کې ومړه نو د کورنۍ غړو یې د موبایل په شمول د نوموړې څو د خوښې څیزونه هم ورسره ښخ کړل.

شیري اېمرسن وايي چې خپلې انا ته په تیلیفوني پیغام لېږلو د ارامۍ احساس کوي.

خو یوه ورځ یې د خپل پیغام ځواب وموند "زه تا وینم" او ټکان یې وخوړ.

وروسته څرګنده شوه چې د موبایل شرکت یې د انا د موبایل شمېره بل چا ته ورکړې وه او د هغه کس ملګرو شیري اېمرسن ته د ټوکې په ډول د پیغام ځواب لېږلی و.

د (او ټو) په نامه د موبایل شرکت د شیري له کورنۍ سره خبرې کړې او د دغې مسلې پر سر یې ترې بښنه غوښتې ده.

شیري اېمرسن وايي چې د انا له مړینې وروسته دا د هغې قبر ته نه تله او پر ځای به یې ورته د موبایل له لارې کوچني پیغامونه لېږل چې "ورسره نږدې پاتې شي".

"زه پوهېږم چې هغه ژوندۍ نه ده خو بیا هم زه ورسره اړیکه نیسم".

خو اېمرسن هغه مهال وارخطا شوه چې د انا له شمېرې ورته یو پیغام ورسېد "زه تا وینم او هر څه به سم شي. بس دا وخت وزغمه".

اېمرسن وايي چې دغه مهال د نوموړې په ذهن کې ډېر وېرونکي خیالونه راتلل.

"د دې موبایل بل چا څنګه تر لاسه کړ؟ آیا دې ته زما ټول پیغامونه رسېږي؟"

کله چې د اېمرسن کورنۍ یو کس پر همدغه شمېره زنګ وواهه نو له بل خوا غږېدونکي کس ورته وویل چې دا شمېره د موبایل شرکت له خوا ده ته ورکړل شوې ده.

دغه کس داسې فکر کاوه چې ګواکې ملګري ورته د ټوکې په ډول پیغامونه لېږي ځکه نو ده یې هم ځواب ولیکه.

اېمرسن وايي "ما خپله غوصه پر همدې سړي وویسته خو دا د ده غلطي نه وه".

د (او ټو) موبایل شرکت وايي کومې شمېرې چې بندېږي او ژر بېرته فعالې نه شي نو نورو خلکو ته ورکول کېږي.

ورته مطالب