د هانګ کانګ لاریون کوونکو سړکونه بیا وتړل

د انځور حقوق b
Image caption لاریون کوونکو د پولیسو د مخنیوي لپاره ورسره چترۍ پرانیستې

په هانګ کناګ ګې دیموکراسۍ پلوه فعالانو د مونګ کوک د سیمې سړکونه له سره وتړل. یوازې څو ساعته مخکې پولیسو دوی له دغه سیمې ایستلي وو.

وسله وال پولیس د هانګ کانګ په دغه سیمه کې له چترۍ لرونکو ځوانانو سره شخړه کېوتل.

۹۰۰۰ زده کوونکي چې پرانیستې چترۍ یې له ځانه سره درلودې بریالي شول چې د پولیسو لیکې په شا وه تمبوي.

پولیس وايي، په دغه نښته کې ۱۵ سر تېري ټپیان او ۲۶ نور کسان نیول شوي دي.

دغه لاریونونه د سپتامبر له لومړیو نه پیل شوي.

لاریون کوونکي د هانګ کانګ لپاره د بشپړې دیموکراسۍ غوښتونکي دي او د ۲۰۱۷ کال د ټاکنو په تړوا د چین پر پروګرامونو نیوکې لري.

چین غواړي چې د هانګ کانګ د لومړنیو ازادو ټاکنو د نوماندانو د واکونو په اړه او دا چې په ۲۰۱۷ کال کې به څوک په دغه ټاکنو کې برخه اخلي په دې تړاو پریکړې په خپله غاړه واخلي.

په دې بنست رایه ورکوونکي یوازې کولی شي چې د خپلې خوښې نوماند د هغه لړ لیک له مخې وټاکي چې له مخکې تایید شوی.

هانګانګ د چین یو ټاپوزمه ښار دی چې تر ۱۹۹۷ کاله پورې د بریتانیا په واک کې و.

هانګانګ د ۱۸۴۰ له لسیزې وروسته د بریتانیا تر واک لاندې و، خو په ۱۸۹۸ کال کې د بریتانیا او چین حکومتونو مهاهده وکړه، چې له مخې یې هانګانګ د ۹۹ کالو لپاره د اجارې په توګه د بریتانیا په واک کې ورکړل شو.

بریتانیا په ۱۹۹۷ کال هانګ کانګ 'دوه نظام لرونکي هېواد' په توګه چین ته بېرته وسپاره.

له دې کبله د هانګ کانګ خلک د بیان ازادۍ او احتجاج له حقه برخمن دي او د چین نور وګړي له دې حقه بې برخې دي.

بریتانیا او چین په ۱۹۸۴ کال کې هوکړه کړې وه چې هانګ کانګ به تر ۲۰۴۷ کال پورې له بهرنيو او دفاعي چارو پرته په نورو چارو کې خپلواک وي.

خو چین په ۲۰۰۴ کال کې اعلان وکړ چې د هانګ کانګ د ټاکنو په قانون کې بدلون راولي.

چین سږ کال اګست میاشت کې وویل، د هانګ کانګ د ۲۰۱۷ کال ټاکنو کې رایې ورکوونکي کولی شي چې د خپلې غوښتنې نوماند یوازې د هغه لړلیک له مخې وټاکي چې له مخکې تاييد شوی دی.

د چین دغې پرېکړې په هانګ کانګ کې د مخالفو فعلانو اعتراضونه را وپارول.

ورته مطالب