م.م د ايبولا په تړاو د روغتيا نړيوال سازمان غندونکى رپوټ رد کړ

د انځور حقوق AFP

په ملگرو ملتونو کې د ايبولا پر ضد د هڅو همغاړه کوونکي ډېوېډ نيبارو د ايبولا د قابو کولو په تړاو د روغتيا نړيوال سازمان غندونکي رپوټ رد کړ.

د ملگرو ملتونو دغه غبرگون تر هغه وروسته راځي چې د روغتيا د نړيوال سازمان يوه سند د ملگرو ملتونو اړونده ادارې تورنې کړي ،چې لوديځه افريقا کې د ايبولا ناروغۍ د خپرېدا د درولو هڅې يې بي لارې کړي دي. په دې اړه رپوټ کې ويل شوي دي، چې د معلوماتو او وړو کارکوونکو د کمښت له کبله د سازمان کړنې ډېرې ورو وي.

د بي پولو ډاکترانو ټولنې ورته خبره کړې ده او ويلي دي چې د پوځي پرسونل او مرستو له استولو سره سره دغلته د ايبولا په وړاندې شويو هڅو کومې اغيزې نه لرلې.

د دغې ټولنې يو مامور کريستوفر سټوک وايي:

"په صحنه کې هېڅ شی تر اړینې کچې نه دی بدل شوی، که څه هم دغه ژمنې او مرستې هڅوونکې دي، د امریکا، بریتانیا او ځینو نورو هېوادونو له خوا یو شمېر کسان ګومارل شوي خو د چپرکټونو د شتوالي په برخه کې لاهم ستونزې شته او لا نه دې ډېر شوي. ژمنې او مرستې هڅوونکې دي خو تراوسه یې په خپرې شوې وبا کومه اغیزه نه ده کړې او ښايي تر راتلو نکې یوې یوې نیمې میاشتې پورې یې هم ونه کړي ځکه چې دغه مرستې او ژمنې ډېرې ورو دي"

جينوا کې د بي بي سي خبريال وايي دغه تورونه نوي نه دي ، خو وايي د روغتيا نړيوال سازمان دغه رپوټ په داسې يو وخت کې چې ايبولا له کليو پلازمينو ته خپرېدله د کمزورې همغږۍ څرگندويي کوي.

په همدې حال کې د نړيوال بانک مشر جيم يونگ کيم وويل چې نړۍ په دې د ايبولا په وړاندې مبارزه بايلي چې يو غږ نه لري.

خو ښاغلى نيبارو دا نه مني او وايي لوديځه افريقا کې د ايبولا خپرېدا د درولو په برخه کې نړيوالې هڅې اغيزمنې وي.

د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا ايبولا تر اوسه پورې ترڅلور نيم زره ډېر کسان له منځه وړي او شاوخوا نهه زره نور پرې اخته دي .

ورته مطالب