بلوچستان: نامعلومو وسله والو اته مزدوران وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption بلوچستان کې له څه مودې راهیسې هدفي وژنې او بمي بریدونه کېږي

سویل لوېدېځ پاکستان کې چارواکي وايي، د ډزو یوه پېښه کې اته مزدوران وژل شوي دي، چې په ظاهره د ځايي بیلتون غوښتونکو لخوا ترسره شوی برید معلومیږي.

وسله وال د یکشنبې په ګهیځ وختي د چرګانو یوه پالنځي ته ورغلل او د مزدورانو یوه ډله یې له ځان سره بوتلل.

له تښتول شویو مزدورانو یې دوه تنه، چې بلوڅان وو خوشي کړل او پاتې نور یې، چې ټول پنجابیان وو په ډزو ووژل.

بلوڅ بېلتون پالي دغې سیمې ته هېواد له نورو سیمو د ورتلونکو کډوالو مخالفت کوي. دوی وايي ځایي خلکو ته په دندو او ګټو کې په شفاف ډول ونډه نه ورکوله کېږي.

د بلوچستان ایالت لسبېلې سیمې پولیسو مشر بشیر احمد بروهي دغه پېښه تایید کړې او وايي وژل شوي مزدوران د حب ساکران سیمې کې د چرګانو یوه پالنځي کارګران وو.

د ( اکتوبر ۱۸ مه ) نامعلومو وسله والو پر ۹ مزدورانو ډزې وکړې، چې پایله کې یې اته کسان ووژل شول او یو ټپي شو.

د بلوچستان حب ښار ګوټی کراچۍ ته څېرمه موقعیت لري او له ناارامه سیمو نه یوه بلله کېږي.

له دې مخکې هم په دغه سیمه کې هدفي وژنو او بمي بریدونو پېښې رامنځته شوې دي.

له دې مخکې حب ښار او شاوخوا سیمو نه یې د ځايي اوسېدونکو کسانو مړي هم موندل شوي دي.