بغداد جومات مخې ته ځانمرګي برید ۱۵ کسان وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption تازه برید پلازمېنه بغداد کې د بمي بریدونو لړۍ وروستۍ پېښه ده

د عراق پلازمېنې بغداد کې د شیعه ګانو یوه جومات مخې ته ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

دغه برید پر الانبار ایالت د اسلامي دولت ډلې وسله والو له کنترول ټینګېدوو وروسته د بریدونو لړۍ وروستۍ پېښه ده، چې د بغداد ښار څنډو ته رسېږي.

د روانې اکتوبر میاشتې لومړیو کې د عراق پلازمېنه بغداد کې یولړ موټربم چاودنو او د هاوان بریدونو لسګونه کسان ووژل..

سملاسي د هغو بریدونو پړه چا و نه منله، خو د "اسلامي دولت" جنګیالیو له تېرې جولای میاشتې راهیسې د عراق پر ځینو مهمو شمالي سیمو منګولې ټینګې کړې دي.

په تېرو میاشتو کې دغې ډلې د ځینو خونړیو چاودنو پړه منلې وه.

هغه بریدونه داسې مهال وشول، چې د یوه راپور له مخې، د "اسلامي دولت" د جنیګالیو او عراقي ځواکونو ترمنځ د بغداد په ۱۰ کیلومترۍ کې سخته جګړه شوې وه.

په تېر اګست کې د امریکا په مشرۍ په عراق کې د سخت دریځې اسلامپالې "اسلامي دولت" ډلې پرضد بمبارۍ پیل شوې، چې بیا د دغې ډلې پرضد د بریدونو لمن سوریې ته هم وغځېده. بل لور ته د استرالیا بهرنیو چارو وزیرې، جولې بشپ او عراقي حکومت تر منځ یوې هوکړې ته له رسېدو وروسته به اوس عراقي ځواکونه له استرالیايي ځانګړو ځواکونو مرسته او سلا مشورې ترلاسه کړي>

دوه سوه کسیز ځواک له تېرې یوې میاشتې راهیسې اجازې موندلو ته انتظار کوي.