استرالیا پر نقاب لرونکو مېرمنو بندېز لرې کړ

د انځور حقوق b
Image caption چارواکي وايي، اوس به پارلمان ته راتلونکې مېرمنې یوازې امنیتي مسوولینو ته خپله څېره ورښیي

د استرالیا حکومت پر اسلامي نقاب لرونکو مېرمنو چې څېره یې په بشپړ ډول پوښلې وي په کینبرا کې د پارلمان ودانۍ ته دننه کیدو بندیز لرې کړی دی.

پارلمان ته د نقاب لرونکو یا برقع اچوونکو مېرمنو په ورتګ بندیز لګولو ته له مسلمانو ښځو سره د تبعیض په نظر کتل کېدل.

اوس چارواکي وايي، پارلمان ته راتلونکې مېرمنې، چې حجاب ولري، یوازې امنیتي مسوولینو ته به خپل مخ ښيي.

د پارلمان د خدمتي برخې چارواکو ویلي، د امنیتي چارو له بشپړېدو وروسته دا مېرمنې کولی شي د پارلمان په هره برخه کې له نقاب سره وګرځي،

که د پارلمان چاپیریال ته د نقاب لرونکو نندارچیانو په ورتګ بندیز لګېدلی وای نو د مسلمانو مېرمنو ورتګ به محدود شوی وه.

د مشرانو جرګې مشر سټیفن پار ويلي، لومړۍ پرېکړه یې د هغو اوازو له کبله کړې وه چې ویل کیدل د اکتوبر په دویمه به د خلکو یوه ډله د لومړي وزیر د پوښتنو او ځوابونو په غونډه کې برخه واخلي او په عمومي ګالري که به په اعتراضونو لاس پورې کړي.

نوموړي زیاته کړه چې دا لنډ مهاله پریکړه وه له دې کبله چې دغه ناسته د پارلمان وروستۍ ناسته وه نو ډېر کسان یې اغیزمن نه کړل.

د هېواد لومړي وزیر ټوني ایبټ مخکې له دې هیله کړې وه چې د حجاب هغه نقاب چې پر مخ خورېږي ونه کارول شي.

نوموړي د پارلمان رییس ته ویلي و، چې پر نقاب د بندیز پرېکړې له سره غور وکړي.

د پارلمان په چاپیریال کې د نقاب لرونکو دننه کیدو د بندیز پریکړه له دې کبله شوې چې په استرالیا کې 'ترهګریزو بریدونو' او استرالیايي 'جهادیان' په سوریه او عراق کې فعال سخت درېځې ډلې اسلامي دولت سره د یو ځای کیدو وېره ډېره شوې وه.

ورته مطالب